د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: افغانستان کې سرتېري کموو، خو استخباراتي ځواک پرېږدو


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳زرو څخه راکم کړي، خو یو شمېر «موثر» استخباراتي ځواک به هلته پرېږ دي.

نوموړي پرون یکشنبه د «اګست پر۱۸مه» د امریکا په نیوجرسي کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور دلیل دا دی چې دغه هېواد د تروریستانو په لابراتوار بدل نشي.

هغه ویلي:"هلته زموږ د حضور دلیل دادی ترڅو افغانستان د ترهګرو په لابراتوار بدل نشي، او موږ په دې اړه ډیر ښه نظریات او پروګرامونه لرو، زما هدف دا دی چې په راتلونکو اونیو کې به ډیر ښه کارونه تر سره او اعلان شي."

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د لږ پوځي ځواک په پاتې کېدو سره به وضعیت تر خپل کنټرول لاندې راولي.

هغه وویل:"موږ کولی شو له لږ پوځي ځواک سره وضعیت تر خپل کنټرول لاندې وساتو. موږ به د خپلو ځواکونو شمیر راکم کړو. راتلونکی په طالبانو او افغان حکومت پوري اړه لری. دلته باید یو مسئله روښانه شي، او هغه دا چې موږ به په افغانستان کې موثر استخباراتي حضور ولرو. او دا حضور د هغو دلایلو له امله دی چې ما تاسو ته وویل."

په افغانشتان کې دا مهال شااوخوا ۱۴زره امریکايي سرتېري مېشت دي
په افغانشتان کې دا مهال شااوخوا ۱۴زره امریکايي سرتېري مېشت دي

د امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴زره سرتېري لري، چې د ماموریت عمده برخه یې د افغان سرتېرو ملاتړ، سلا مشورې ورکول او روزنه ده.

ډونالد ټرمپ د خپلو خبرو پرمهال له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې روانو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر هم ورکړی او زیاته کړې ده چې په نژدې اونیو کې به په دې اړه نوي ګامونه واخیستل شي.

هغه همدارنګه د تېرې شنبې په شپه په کابل کې د واده په یو صالون کې خونړۍ چاودنه چې ۶۳ تنه یې ووژل او ۱۸۲ نور یې ټپیان کړل غندلې او هغه یې و «حشتناکه» پېښه بللې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د کابل ورورستۍ خونړۍ چاودنه غندلې او د داعش ډلې د ماتې لپاره یې د سولې بهیر پر چټکولو او د افغانانو د دریځ پر یووالي ټینګار کړی دی.

هغه ویلي:"باید د سولې خبرې او بین الافغاني مذاکرات چټک شي، دا به د افغانانو دریځ لا غښتلی کړی، د دې لپاره چې داعش مات شي."

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نوموړي تېره جمعه د افغان سولې بهیر په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره تر غونډې وروسته وویل، چې له مقابل لوري سره د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د یو ښه توافق په لټه کې دی.

XS
SM
MD
LG