د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: امریکا د ایران د شوم ګواښ د پای ته رسولو په درشل کې ده

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه [اپرېل لومړۍ] وویل چې امریکا "د ایران د شوم ګواښ د پای ته رسولو په درشل کې ده" پدې اعلان چې د حماسي غضب عملیاتو پوځي اهداف "په بشپړېدو دي".

د چهارشنبې په ماښام په یوې ټلوېزیوني وینا کې ټرمپ وویل چې د امریکا پوځ "په سمه لار روان دی" څو خپل اهداف ترلاسه کړي چې په کې د ایران د سمندري ځواکونو او هوايي ځواکونو ویجاړول، د دفاعي صنعتي بنسټ له منځه وړل، او د ترهګر رژیم د سوق او ادارې د مرکزونو له منځه وړل شامل دي.

هغه وویل: "زموږ د پرمختګ له برکته چې ترلاسه کړی مو دی، زه نن شپه ویلای شم چې موږ په سمه لار روان یو څو ډېر ژر د امریکا ټولې پوځي موخې بشپړې کړو. موږ به په راتلونکو دوو- دریو اونیو کې پر هغوی خورا سخت ګوزار وکړو."

هغه ژمنه وکړه چې د عملیاتو پرمهال د ۱۳ امریکايي سرتېرو د مرینې په درناوي به "کار پای ته ورسوي".

ده زیاته کړه: "په ورته وخت کې به موږ هغوی د حجر دورې ته ستانه کړو چېرته چې د هغوی ځای دی."

ټرمپ وویل چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د خپلو کمپاینونو په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې "هېڅکله" به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنکړي.

هغه وویل چې ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو "ته نږدې"و او دا رژیم "هېڅکله هم د اټومي وسلو لپاره د باور وړ نه دی."

"دغه خرافاتي رژیم له ۴۷ کلونو راهیسې د 'مرګ په امریکا' شعار ورکړی او دا ستونزه باید ادارې ته زما له راتګ څخه ډېر مخکې حل شوې وای."

ټرمپ زیاته کړه: "نن شپه، هر امریکایی کولی شي هغې ورځې ته نظر واچوي چې موږ بلاخره د ایران له یرغلګرۍ او ظلم څخه او د اټومي باج غوښتنې له ګواښ څخه ازاد شو. د هغو اقداماتو له امله چې موږ کړي دي، موږ د امریکا او نړۍ لپاره د ایران د شوم ګواښ د پای ته رسولو په درشل کې یو."

هغه وویل چې امریکا به د اسرائیل، سعودي عربستان، قطر، کوېټ، متحده عربي اماراتو او بحرین په ګډون د سیمې د هېوادونو ملاتړ وکړي. ده ژمنه وکړه چې امریکا به "هغوی پرېنږدي چې زیان وویني او یا په کوم ډول یا طریقه ناکامه شي."

د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې د تېلو د انتقالولو دوامداره خنډ او ځنډ ته په اشارې، ټرمپ له هغو هېوادونو څخه خپله ناهیلۍ څرګنده کړه چې د دې مهمې لارې په پرانېستلو کې یې مرسته ونکړه. لدې لارې د نړۍ ۲۰ سلنه تېل انتقالېږي. ده هغو هېوادونو ته چې پدې لارې متکي دي وویل چې پخپله دې "د دې لارې ساتنه وکړي."

ولسمشر ځینې هېوادونو ته خطاب وکړ ویې ویل: "نو هغو هېوادونو ته چې تېل نه شي ترلاسه کولی، چې ډېری یې د ایران په ماتولو کې له ښکېلېدو نه ډډه وکړه، وایم موږ دا کار پخپله وکړ زه تاسو ته یو وړاندیز لرم. لومړی دا چې د امریکا د متحده ایالتونو څخه تېل وپېرئ. موږ یې پریمانه لرو، زښت زیات لرو. او دویم که په ځنډ هم وي لږه زړورتیا پیدا کړئ. دا کار مو باید مخکې کړی وای. کولای مو شول چې دا کار زموږ سره وکړئ لکه څنګه چې موږ غوښتنه کړې وه. تنګي ته ولاړ شئ او ترلاسه یې کړئ. ویې ساتئ. د خپل ځان لپاره یې وکاروئ."

ولسمشر وویل، سخته برخه یې ترسره شوه، نو باقي باید اسانه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG