د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ ملکیتونه د نړۍ په گوټ گوټ کې له گواښ سره مخامخ دي


په استانبول کې د ټرمپ ټاور ودانۍ
په استانبول کې د ټرمپ ټاور ودانۍ

د امنیتي چارو کارپوهان وایي سپنې ماڼۍ ته د جمهور رئیس ټرمپ په تللو سره د نړۍ په گوټ گوټ کې هغه سوداگرۍ چې د هغه په نامه دي د امنیتي خطر سره مخامخ دي، په ځانگړې توگه په هغه ځایونو کې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

کارپوهان وايي چې په بهر کې د امریکا د نوي جمهور رئیس پانگونې د هغه په تجارتي نوم ټرمپ مشهورې دي، نو په دې دلیل د هغوی په وینا کیدای شي چې دغه پانگونې د جنایي او وسله والو ډلو له خوا د گواښ سره مخامخ شي.

د رند څیړنیز مرکز د سیاسي چارو کارپوه کالین کلارک چې د تروریزم او نړیوالو جنایي شبکو په اړه پلټنې کوي وایي جنایت کاران او یا هم سخت دریځه ښایي د ټرمپ کارگران یرغمل کړي او حتی مذاکرې ته هم حاضر نه شي. د هغه په وینا هغوی ښایي دا کار یواځې د تبلیغاتو لپاره وکړي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي د حملو په هکله دا ډول وړاندوینې د نړۍ په گوټ گوټ کې پولیس، استخباراتي ټولنې او امنیتي څیړونکي بیداره ساتي.

د بهرنیو هیوادونو په تاوتریخوالي کې دمخه هم په امریکایي ملکیتونو حملې شوي دي، خو په هغو کې د ښاغلي ټرمپ جایداد نه و شامل. خو اوس چې هغه د امریکا ۴٥ جمهور رئیس دی، نو د هغه بهرني جایدادونه د جدي گواښ سره مخامخ دي.

د ټرمپ سازمان د امنیتي موضوعگانو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دوی په متحده ایالاتو او بهر کې "د ټرمپ د جایدادونو او هغه شتمنیو په اړه چې دوی یې مدیریت کوي، پراخ پرتوکولونه" لري او په دې اړه د سیمه ییزو امنیتي ارگانونو سره له نژدې کار کوي چې د ټرمپ په نامه ملکیتونو کې ټول اوسیدونکي، میلمانه او کارکوونکي په امن کې اوسي.

په داسې حال کې چې ښاغلي ټرمپ ویلي، هغه به خپل ټول تجارت یوې اتحادیې ته ورکړي او د خپلې کمپنۍ مدیریت به خپلو دوو زامنو او د ټرمپ د سازمان رئیسه هیت ته ورکړي، خو بیا هم دغه ټولې پروژې د هغه په نوم یادیږي.

د تشدد سره مخامخ سیمو کې د ټرمپ ودانۍ

له بلې خوا د ښاغلي ټرمپ نور جایدادونه په هغو سیمو کې دي چې دمخه د تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، لکه په استانبول کې ټرمپ ټاور ودانۍ چې د اسلامي دولت ډلې پرې حمله کړې وه.

د اندونیزیا په بالي ښار کې په ٢٠٠٢ کال کې د جماعت اسلامي سخت دریځې ډلې په هغه عصري تفریحي ودانیو برید کړی و چې د ټرمپ نوم پرې ایښول شوی دی.

اوس د هند په ممبای ښار کې د ټرمپ په نامه د اوسیدنې یوه ستره ودانۍ د جوړیدو په حال کې ده، هغه ښار چې په ٢٠٠٨ کې د تروریستي بریدونو شاهد و چې ١٦٦ تنه په کې ووژل شول. دغه حمله د لشکر طیبه ډلې د سخت دریځو له خوا چې په پاکستان کې پټ دي، شوې وه.

د ممبای د پولیسو یو مامور آشوک دودي وایي د ټرمپ د برج په هکله د امنیتي اقداماتو په اړوند هغه هیڅ ډول معلومات نه لري.

د ټرمپ د تجارتي نوم یو بل برج د فلیپین په مرکز مانیلا کې په جوړیدو دی. په دې هیواد کې د ابو سیاف سخت دریځه په پرله پسې توگه خلک د باج اخیستلو په مقصد یرغمل کوي. خو د فلیپین پولیس وایي چې داسې گواښونه چې په مشخصه توگه د ټرمپ د جایدادونو په وړاندې موجود وي، دوی نه دي لیدلي.

د اسوشیتید پرس اژانس لیکلي دي چې حتی د گلپ د ورزش هغه میدان چې ژر به په دوبۍ کې پرانستل شي، هم له گواښ سره مخامخ دی، که څه هم چې عربي متحده امارات د تاوتریخوالي سره نه دی مخامخ شوی. د دوبۍ پولیسو د ټرمپ په نامه د گلپ د میدان د امنیتي تدابیرو په اړه تبصره نه ده کړې. ټاکل شوی چې د ښاغلي ټرمپ دوه زامن په دې نژدیو کې دوبۍ ته سفر وکړي.

کارپوهان دا هم وایي چې د ټرمپ د تجارتي ملکیتونو تر څنگ هغه کارکوونکي چې د امریکا د نوي جمهور رئیس تجارت ته کار کوي، هغوی هم لکه غلاو او یرغمل کیدو له گواښونو سره مخامخ دي.

د نیویارک د ښار پولیس او استخباراتي مامورین د منهټن په سیمه کې د ټرمپ د برج امنیت نیسي، ځکه د امریکا نوی جمهور رئیس هلته ژوند او کار کوي. د قانون په بنسټ امنیتي مامورین صلاحیت لري چې د جمهور، د هغه د مرستیال او د هغوی کورنیو امینت ونیسي.

د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو یوې ویاندې کتي میلهون، د ټرمپ د پانگونو د امنیتي اقداماتو د زیاتوالي په هکله څه ونه ویل خو ټینگار یې وکړ چې جمهور رئیس، مرستیال یې او د هغوی د کورنیو غړي چې هر چیرته سفر وکړي د هغوی امنیت به وساتل شي.

XS
SM
MD
LG