د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د اسرایل له صدراعظم سره پر تیلیفون خبرې وکړې


دا د ټرمپ او نتنیاهو لومړنۍ رسمي خبرې دي
دا د ټرمپ او نتنیاهو لومړنۍ رسمي خبرې دي

د امریکا نوي ولسمشر دونالډ ټرمپ د سرایلو صدراعظم بنیامن نتنیاهو ته تیلیفون کړی او د فلسطین، سوریې او ایران په اړه یې خبرې کړي دي.

دا د دونالډ ټرمپ لومړنی تیلفون دی چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې کوم بهرني مشر ته کوي.

د اسرایلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي چې د یکشنبې په شپه یې په تیلیفون کې د امریکا له ولسمشر سره، د فلسطین پر مسئلې، سوریې کې د روان جنګ اوله ایران سره د شوي اتومي تړون په اړه خبرې کړي دي.

رویټرز وايي چې ښاغلي ټرمپ د اسرایلو له لومړي وزیر سره خپلې تیلفوني خبرې ډېرې ښې بللې دي.

ښاغلي نتنیاهو د شنبې په ورځ په یو ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې د امریکا له نوي ولسمشر سره به د ایران د اتومي تړون په اړه وغږیږي.

سپینه ماڼۍ وايي چې دواړو مشرانو پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې چې د ایران له لوري متوجه ګواښ هم په کې شامل و.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د اسرایلو امنیت ته به ژمن وي او د داعش او نورو اورپکو ډلو سره یې مبارزه د حکومت لومړیتوبونو کې راځي.

اسرایل د مخکني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره نسبتآ عادي اړیکې نه لرلې، خو اوس هيله لري چې د ټرمپ په مشرۍ به د امریکا سره یې اړیکې ډېرې ښې وي.

XS
SM
MD
LG