د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او پوتین: د سوریې کړکیچ پوځي حل لاره نه لري


د آرام سمندر د حوزې د هیوادونو د مشرانو سرمشریزه
د آرام سمندر د حوزې د هیوادونو د مشرانو سرمشریزه

د امریکا او روسیې جمهورو رئیسانو په یوې گډې اعلامیې کې موافقه کړې چې د "سوریې کړکیچ په پوځي لارو چارو نه حل کیږي".

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، دغه گډه اعلامیه په ویتنام کې د آرام سمندر د حوزې د هیوادونو د مشرانو د غونډې په یوې فرعي غونډې کې تائید کړه.

په دغه گډه اعلامیه کې د متحده ایالاتو او روسیې مشرانو یو ځل بیا د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په نابودۍ ټینگار وکړ. د ښاغلي ټرمپ او ښاغلي پوتین مشرانو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ اړیکې وساتل شي چې د دې لارې د دواړو هیوادونو د پوځیانو مصونیت تامین شي.

دونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین همدا شان موافقه وکړه چې د داعش پر ضد مبارزې کې د دوی قواوی د دواړو هیوادونو د متحدینو د قواوو پر وړاندې د خطرناکو پیښو څخه وساتل شي.

ښاغلي ټرمپ او ښاغلي پوتین همداشان د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ او د خاورې د بشپړتیا په ساتلو ژمنه وکړه او د ټولو سیالو دخیلو اړخونو نه یې وغوښتل چې د ژنیو پروسه تعقیب کړي چې ددې هیواد کړکیچ ته یوه حل لاره پیدا شي.

دا په داسې حال کې دي چې دوه اونۍ دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي وو چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد او کورنۍ یې د سوریې په راتلونکې کې "هیڅ ډول" رول نه شي درلودای.

په برتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د رپوټ له مخې د سوریې په کورنۍ جگړه کې مجموعاً ۴۷۵ زره کسان وژل شوي او څه دپاسه ۱۴ میلیونه کسان په هغه هیواد کې ټپي شوي او یا هم له خپلو کورنو نه بې ځایه شوي دي.

ددغې ډلې بنسټ ایښونکی او رئیس رامي عبدالرحماند امریکا غږ ته ویلي چې په دې موده کې په سوریه کې شاوخوا دوه میلیونه وگړي ټپي شوي چې یو شمیر یې د تل لپاره معیوب شوي دي.

ددې سربیره د سوریې د شپږ کلنې جگړې په ترڅ کې ددې هیواد اوه میلیونه وگړي د هیواد نه وتلو ته مجبور شوي دي او پنځه میلیونه نور دننه په هیواد کې بې ځایه شوي دي.

د ٢٠١١ کال په مارچ میاشت کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد سوله ییز اعتراضونه پیل شول، خو ډیر ژر دغه اعتراضونه د ٢١ پیړۍ په یو ډیر خونړي کړکیچ بدل شول، هغه جگړه چې د سختو ځاني تلفاتو تر څنگ د سوریې اکثر تاریخي زیربناوی نابودې کړې.

XS
SM
MD
LG