د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ مسلمانانو ته د روژې مبارکي‌ وویله


ښاغلي ټرمپ د یو سوله ایز رمضان هیله کړې ده
ښاغلي ټرمپ د یو سوله ایز رمضان هیله کړې ده

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د امریکا او ټولې نړۍ مسلمانانو ته د روژې له کبله مبارکي ویلې ده او هیله یې ښودلې چې دغه میاشت به یوه سوله ایزه میاشت وي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د ښاغلي ټرمپ له خولې ویل شوي دي چې روژه د نړۍ میلیونونه انسانانو ته یو ښه فرصت دی چې د عبادتونو، قران د تلات او خیر ښېګڼو د کارونو له لارې خپل ایمانونه قوي کړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي‌ چې دا اعمال له نړیوالو ارزښتونو سره چې سوله، مهرباني،‌ مینه او درناوی دي، برابر دي چې اسلام یې نړۍ کې خپروي.

ولسمشر ټرمپ د کروناویروس سره مبارزې ته په اشارې ویلي دي: "په تېرو څو میاشتو کې موږ ډېرې ننګونې ولېدلې او پوه شو چې د عبادت قوت څومره مهم دی."

نوموړي ویلي دي‌ چې د رمضان په میاشت کې ټولو روژه نیونکو ته دعاوې کوي.

د سعودي‌ او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو مسلمانو هېوادونو کې نن جمعه اپریل ۲۴ روژه پیل شوه.

XS
SM
MD
LG