د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له طالبانو وغوښتل چې په روژه کې اوربند وکړي


طالبانو په ۲۰۱۸ کې په اختر کې اوربند کړی و
طالبانو په ۲۰۱۸ کې په اختر کې اوربند کړی و

د افغانستان د حج او او قافو وزارت له دواړو افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره دې اوربند وکړي.

سرپرست وزیر مولوي‌عبدالحکیم منیب د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر فیروزالدین فیروز سره د سه شنبې په ورځ ‌اپریل ۲۱ (غويي۲) په کابل کې په یو ګډ خبري کنفرانس کې دا غوښتنه وکړه.

ښاغلي منیب وویل: "موږ له افغان حکومت او طالبانو غواړو چې د کرونا سره مبارزې لپاره دې اوربند وکړي، که دا نشي کولی لږ تر لږه باید په روژه کې دې اوربند وکړي."

روژه چې څو ورځې وروسته پیلیږي د اسلام یو مهم رکن دی او ډېر دیني‌ عالمان سپارښتنه کوي‌ چې په دغه میاشت کې مسلمانان باید د عبادتونو تر څنګ د خیر ښېکڼې کارونه ډېر وکړې.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي مشر هم د افغانستان په ګډون په ټولې نړۍ کې د جګړې په ښکیلو غاړو غږ کړی و چې جګړه دې ودروي او د کرونا سره دې ګډه مبارزه وکړي.

طالبانو تر اوسه د مولوي عبدالحکیم منیب د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي‌ ویلي خو په تېرو کلونو کې یې په روژه کې هم خپل بریدونه روان ساتلي ‌وو.

ښاغلي‌ منیب همدغه راز له خلکو وغوښتل چې د ډاکټرانو لارښوونې دې په پام کې ونیسي او په جوماتونو کې دې د لمانځه پر مهال د یو او بل ترمنځ‌ واټن وساتي. هغه وویل چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي ‌په خاطر یې د جوماتونو د تړلو فتوا نه ده ورکړه.

ښاغلي منیب زیاته کړه: "زه یې په ښکاره وایم زموږ فتوا د جوماتونو د تړلو په اړه نه ده، زموږ غږ او د ډاکټرانو غږ یو دی. زموږ فتوا دا ده هر هغه څوک چې عمر یې زیات دی او جدي ناروغي لري، شکر لري، د زړه تکلیف لري، د ستوني درد لري او ټوخیږي، باید جوماتونو ته ولاړ نشي."

د کرونا ویروس تر دې دمه په افغانستان کې ۳۶ کسان مړه کړي‌او ۱۹۲ نور پرې اخته دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر داسې مهال دا خبره کوي‌ چې په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې جوماتونه تړل شوي‌او خلکو ته اجازه نشته چې د جمعې او نورو ورځو لمونځونه په جمعه وکړي.

د سعودي عربستان حکومت هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د عمرې حج ځنډولی او له خلکو یې غوښتي چې له کورونو څخه د باندې ونه وځي.

د کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې په چین کې خپور شو،‌ دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۱۷۱زره کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۲.۵ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG