د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ الشرع وستایه او له اسرائيل څخه یې وغوښتل چې له دمشق سره قوي خبرې وکړي


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع وستایه او وايي چې د الشرع د «سخت کار» په اړه «ډېر راضي» دی.

نوموړي د سوریې له سیمه ایز سیال اسرائيل څخه وغوښتل چې له دمشق سره «قوي او رښتینې خبرې» ولري. ولسمشر ټرمپ درې اونۍ مخکې په سپینې ماڼۍ کې د احمد الشرع کوربه و.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ډسمبر لومړۍ نېټه په خپل ټولنیز حساب ټروټ سوشل کې ولیکل: «متحده ایالتونه په سوریې کې د سخت کار او هوډ د څرګندو نتایجو په اړه ډېر راضي دی. موږ په خپل واک کې چې هر څه لرو کار ترې اخلو چې مطمین شو د سوریې حکومت د پلان په اساس، چې مهم دي، مخې ته ځي چې رښتینی او بریالی هېواد ورغوي.»

ولسمشر ټرمپ د نومبر په لسمه نېټه په سپینې ماڼۍ کې د احمد الشرع سره ولیدل او له خبریالانو سره یې په خبرو کې یې هغه «ډېرغښتلی مشر» یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې «د سوریې د بریالیتوب لپاره به هر څه چې په توان کې یې وي، وبه یې» کړي.

احمد الشرع د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې واک ترلاسه کړ، د هغه اسلامپالې یاغي ډلې، د سوریې اوږدمهال دکتاتور بشارالاسد له واک څخه لېرې کړ.

د امریکا د مرکزي قوماندې د یکشنبې د ورځې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا پوځیانو د الشرع ځواکونو سره په ګډه د سوریې په جنوبي ولایت ریف دمشق کې د نومبر له ۲۴مې تر ۲۷مې پورې له ۱۵ څخه زیات داسې ځایونه وموندل چې پکې د داعش د وسلو نه ډکې زیرمې موجودې وي او دا زیرمې یې له منځه یوړلې.

دغه عملیات تر اوسه د امریکا او سوریې تر ټولو ستر ګډ ماموریت بلل شوی دی چې جزئیات یې عام شوي دي. د سوریې حکومت تر اوسه د دې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د سوریې حکومت د الشرع او ټرمپ ترمنځ د نومبر د ۱۰مې د لیدنې کتنې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې دوی تازه د امریکا په مشرۍ د داعش ضد نړیوال ائتلاف سره د «سیاسي همکارۍ اعلامیه» لاسلیک کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندې مرکز د «اصلي هوډ» په نوم د اېتلاف دا ګډ پوځي عملیات پرمخ وړي.

ټرمپ د دوشنبې په خپل ټولنیز پیغام کې هم ویلي: «دا ډېر مهم دي چې اسرائیل له سوریې سره قوي او رښتینې خبرې ولري او داسې څه پېښ نه شي چې د یو سوکاله دولت په لور د سوریې د پرمختګ مخه ونیسي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG