د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د کانګرس له څیړنو سره همکاري کوم


د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وايي چمتوی دی چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه د کانګرس له څیړنوسره همکاري وکړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي" زه تل او له هر چا سره همکارۍ ته چمتو یم."

ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې د کانګرس د قضايي چارو کمیټې د ( فبروري ۴ ) وویل غواړي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې او له روسانو سره د ټرمپ د احتمالي لاس لرلو په اړه څیړنې وکړي.

دا کمیټه په پام کې لري چې د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو وروسته احتمالات چې د قانون د پلي کیدو په وړاندې د ډانلډ ټرمپ له خوا د خنډ احتمالي رامنځ ته کول دي، وڅیړي.

د امریکا د کانګرس د قضايي چارو کمیټې همدارنګه څه باندې ۸۰ کسانو ته د لیکونو په استولو سره د اسنادو غوښتنه کړېده.

په دې کارمندانو کې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت کارکوونکي، د هغه د دوو زامنو په ګډون د کورنۍ غړي، د ټرمپ د تجارت په کار و بار کې شامل کسان او پخوانی مدافع وکیل مایکل کوهن شامل دي.

سپینې ماڼۍ ویلي د قضايي کمیټې د غوښتنو له څیړلو وروسته به په مناسبت وخت کې ځواب ووایي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي سندرز د کانګرس د قضايي کمیټې د پریکړې په غبرګون کې ویلي" دیموکرات قانون جوړونکي په دې خاطر دا کار کوي ځکه هغوی ویره لري چې له روسانو سره د جمهور رئیس ټرمپ د اړیکو په اړه د دوی د تیرو دوو کلونو ادعاوي مخ په زوال دي."

بلخوا جمهور رئیس ټرمپ هم په خپله ټویټر پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي" هیڅ جوړجاړی نشته. " ډانلډ ټرمپ اضافه کړې دیموکراتانو د جمهور رئیس د استیضاح لپاره هیڅ اسناد نلري

ددې کمیټې څیړنې د اف بي آی له هغو څیړنو بیلې دي چې د روسیې په اړه یې کوي.

تمه کیږي چې اف بي آی د خپلو څیړنو پایلې دیر ژر خپرې کړي.

XS
SM
MD
LG