د لاس رسي وړ اتصالات

کانگرس د ولسمشر ټرمپ په اړه پلټنې کوي


د امریکا د استازو مجلس یوې ډلې د ولسمشر ټرمپ لخوا د عدالت د مخنیوي په هکله څیړنې پیل کړیدي

د امریکا د استازو مجلس د قضایه چارو کمیټې د شپیتو کسانو او سازمانونو نه اسناد غوښتي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا په احتمالي توګه د عدالت د مخنیوي او د واک نه د ناوړې ګټې اخیستو په هکله څیړنې وکړي.

د امریکا د استازو مجلس د قضایه چارو کمیټې مشر جرالډ ناډلر د ای بي سي نیوز ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې هغوي دغه اسناد د عدلیې د وزارت، د ټرمپ د زوی او د ټرمپ د ادارې د مالي چار د مشر نه ترلاسه کول غواړي.

ښاغلي جرالډ ناډلر وویل:"مونږ به د قدرت نه د ناوړه استفادی، د عدالت د مخنیوي او د اداري فساد په اړه پلټنې پیلوو. دا زمونږ دنده ده چې د قانون حاکمیت ضمانتي کړو"

هغه وویل چې داسې ښایي ټرمپ د واک نه ناوړه استفداه کړي وي خو د ولسمشر د مواخذه کیدو په اړه لا تر اوسه څه نشي وبلی.

XS
SM
MD
LG