د ایران پر وړاندې په روانه جکړه کې د اوکراین د همکاریو تر ژمنې وروسته، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې دی د هر هېواد د همکارۍ منلو ته چمتو دی.
د ولسمشر ټرمپ نه چې د پنجشنبې په ورځ مشخصاً د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زېلنسکي لخوا د همکاریو په اړه پوښتنه وشوه نو ده وویل چې یقنناً دی به د هر هېواد همکاري ومني.
د اوکراین ولسمشر پدې اونۍ کې په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي و چې حکومت يې د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا په منځني ختیځ کې د ایران د بې پېلوټو الوتکو د بریدونو د مخنيوي لپاره د همکارۍ غوښتنه ترلاسه کړې.
زېلنسکي لیکلي چې ده پدې برخه کې د ټولو وسایلو د برابرولو او د اوکرایني کارپوهانو د حضور لارښونه کړي څو د اړتیا وړ امنیت یقیني شي.
امریکا غږ د زیلینسکي د وړاندیز په اړه د سپینې ماڼۍ د دریځ غوښتنه وکړه، خو سپینې ماڼۍ امریکا غږ د ولسمشر ټرمپ هغې مرکې ته راجع کړه چې د رویټرز د خبرې آژآنس سره یې کړې ده.
په ورته وخت کې، د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانکړي استازي سټیف ویتکاف په وینا، اوکراین او روسیې پدې اونۍ کې بندیان سره تبادله کړل.
ویتکاف د جمعې په ورځ پخپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې زر تنه بندیان تبادله شوي دي.
د ویتکاف په وینا دا اقدام په جنیوا کې د وروستیو درې اړخیزو خبرو اترو پرمهال د ترلاسه شویو هوکړو په اساس شوی دی.
متحده ایالتونه د هغو هڅو مشري کوي چې موخه یې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول دي. دا جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې وروسته له هغې پیل شوه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.
فورم \ دبحث خونه