د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: که د طالبانو سره د سولې موافقه وشوه نو عسکر باسم


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «جنورۍ ٢٩مه» په سپینې ماڼۍ کې ویلي دي چې که د افغان طالبانو سره د سولې موافقه وشوه نو هغه به د افغانستان څخه ټول امریکایي عسکر بیرته وباسي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د هغه رپورټونو نه وروسته کړي دي چې وایي، د امریکا او د افغان طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کار دوام لري.

د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په دوحې کې له طالبانو سره د خبرو نه وروسته ویلي و چې دواړه خواوې "په اصولي توګه" د یوې تګلارې په ټاکلو سلا کړې ده چې د دغه په اساس به طالبان د نړیوالو ترهګرو یعني القاعدې، اسلامي دولت ډلې او د ګاونډي ملکونو لاره نیسي چې د افغانستان خاوره د امریکایي او یا د ائتلافي عسکرو په نښه کولو لپاره استعمال کړي.

د دغه په بدل کې به امریکا د افغانستان نه خپل عسکر وباسي، خو طالبان به اوربند او د افغان حکومت سره خبري کوي.

طالبانو ویلي دي چې دواړه خواوې به راتلونکې میاشت بیا خبرو ته کیني، طالبانو لا تر اوسه د افغان حکومت سره د خبرو نیت نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG