د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران په اړه یې د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره «عالي خبرې» کړي.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ماښام (نومبر نهمه) په خپل ټروټ سوشل حساب کې ولیکل مهمه دا ده چې «قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کویت او نور» په ایران باندې «د تاریخ د تر ټولو سترې محاصرې او د اوسپنیزې دروازې د محاصرې روان ساتل غوره» ګڼي.
امریکا له څو میاشتې راهېسې د ایران سمندري محاصره پيل کړې او په ایران باندې د بندیزونو په ترڅ کې تازه یې د اوسپنیزې دروازې په نوم یوه بله محاصره هم پیل کړې، چې د ځمکې له لارې به دغه هېواد ته هېڅ توکي او تجهیزات داخلېدای نه شي.
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټېنګار کړی چې ایران به هېڅکله اتومي وسله ونه شي لرلای او وايي چې یاد شوي عرب هېوادونه هم همدا غواړي.
هغه لیکلي دي: «ټولو موافقه کړې ې ایران اتومي وسله نه شي لرلای- دا د بحث مسئله نه ده! که د منځني ختيځ په حالت کې هر تغیر راځي، متحده ایالتونه چمتو او سمبال دی چې حرکت وکړي. خو په اوسني وخت کې داسې کوم څه نه ترسترګو کېږي. اسرائیل او ټول منځنی ختیځ د ایران له خطر او ګواښونو څخه خوندي دي...»
ولسمشر ټرمپ همدغه راز لیکلي دي چې د دغه شخړې د پای ته رسېدو په لوري مثبت تحرک ویني او «ډاډ ترلاسه کوو چې د امریکا ګټې هر وخت خوندي وي. او د دغه پوځي ښکېلتیا په پای کې به د امریکا خلک او نړۍ به تر لا خوندي او مصون» وي.
فورم \ دبحث خونه