د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د «اوسپنیزې دروازې» د نویو عملیاتو او د سمندري محاصرې په دوام سره یې ایران ته د توکو او تجهیزاتو د ننوتلو لارې تړلې دي. په همدې حال کې، واشنګټن د قطر د صدراعظم د لیدنې کوربه دی او د ایران ولسمشر خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ماښام، د نومبر پر اتمه، خبریالانو ته وویل: «هڅه کوو چې په ایران کې جګړه پای ته ورسوو او ښه پر مخ روان یو، ځکه یوازینی کار چې باید وکړو، د ننوتلو لارو تړل دي. د اوسپنیزې دروازې عملیات تازه پیل شوي دي. دا معنا لري چې د ځمکې له لارې هېڅ شی نه ورننوزي او لکه څنګه چې پوهېږئ، د سمندري محاصرې له امله د اوبو له لارې هم هېڅ شی نه ننوځي.»
د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سنټکام، د نومبر پر اوومه اعلان کړی و چې د «اوسپنیزې دروازې» په نوم یې شاوخوا شل کسیزه ملکي او پوځي ډله جوړه کړې ده. دا ډله په فلوریډا کې مېشته ده او د امریکا له نورو حکومتي ادارو سره په همغږۍ کار کوي.
د سنټکام په وینا، د دې ډلې دنده د ایران د ځمکنیو پولو او کسپین سمندر له لارې د پرمختللو وسلو، د ملکي او پوځي کارونې وړ ټکنالوژۍ، په بندیز کې د شاملو توکو او ناقانونه عوایدو د لېږد مخنیوی دی. په دغه اعلان کې د ایران د ټولو ځمکنیو پولو د عملي تړلو یا پر دغو پولو د امریکايي ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبره نه ده شوې.
ټرمپ ویلي، امریکا د ایران د زیربناوو د پراخې ویجاړۍ توان لري، خو پر خلکو یې اغېزې هم په پام کې نیسي. هغه زیاته کړه: «که پلونه او د برېښنا تولید مرکزونه یې ویجاړ کړم، بېرته جوړول یې ډېر ستونزمن دي… دا پر خلکو ډېر دروند بار اچوي او زه دا نه خوښوم.»
د امریکا ولسمشر له سياېناېن سره په مرکه کې هم ویلي، که له تهران سره خبرې پرمختګ وکړي او یوه پیاوړې هوکړه لاسلیک شي، د نویو بریدونو اړتیا به «ډېره بعیده» وي.
د ډیپلوماټیکو هڅو په دوام، د سپینې ماڼۍ د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ټاکل شوې ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د نومبر پر نهمه، د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره وګوري. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي ونس هم له هغه سره جلا لیدنه لري.
قطر د واشنګټن او تهران ترمنځ منځګړیتوب کوي او صدراعظم یې تېره اوونۍ تهران ته تللی و. د دغو لیدنو پایلې لا نه دي اعلان شوې.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ وویل، د ایران په اړه په خبرو کې د اعلانولو لپاره پرمختګ نه لري او مذاکرات د یوې مهمې بریا درشل ته نه دي رسېدلي. هغه ټینګار وکړ چې ټرمپ ډیپلوماټیک حل ته لومړیتوب ورکوي، خو د ایران غوښتنې یې د منلو وړ نه وبللې او ځینې یې «له حده اوښتې، مسخره او غیرواقعي» وبللې.
د ایران په وړاندیز کې د امریکا د سمندري محاصرې پای، د ځینو بندیزونو لرې کول او د بریدونو درول شامل دي؛ په بدل کې به تهران د هرمز تنګي محاصره پای ته ورسوي او وروسته به د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي. واشنګټن دغه طرحه نه ده منلې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ بیا د تهران د دوهورځنۍ طرحې دفاع وکړه او هغه یې تر ټولو منطقي وړاندیز وباله.
روبیو د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو، جياووه، د بهرنیو چارو د وزیرانو په دوهورځنۍ غونډه کې هم ګډون کوي. د ایران جګړه، د اوکراین جګړه، انرژي او مصنوعي ځیرکتیا د دې غونډې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
ټرمپ د چین د راتلونکي سفر په اړه ویلي، احتمال لري د چین له ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره درېاړخیزه لیدنه وکړي. د هغه په وینا، د اټومي وسلو د له منځه وړلو او په ایران کې د جګړې د پای ته رسولو موضوعات به په دغو خبرو کې مطرح شي. دا لیدنه لا د یوې قطعي شوې غونډې په توګه نه ده اعلان شوې.
په همدې حال کې، د متحده عربي اماراتو د ولسمشر ډیپلوماټیک سلاکار انور قرقاش خبرداری ورکړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ یوه هراړخیزه سیاسي هوکړه ستونزمنه ښکاري او سیمه باید د ناڅرګند وضعیت یوې اوږدې دورې ته چمتو وي.
قرقاش د دوشنبې په ورځ د «ابوظبۍ ستراتیژیک بحث» غونډې ته وویل، د کړکېچ پرېکنده حل یا په سیمه کې د یوه باثباته نظم رامنځته کېدل باید تضمین شوي ونه ګڼل شي. هغه زیاته کړه چې امارات له پیله د جګړې مخالف وو او له ایران او نورو سیمهییزو او نړیوالو شریکانو سره یې پر دوامدار ډیپلوماټیک تعامل ټینګار وکړ.
په تهران کې بیا ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ ویلي چې د ایران مشر مجتبی خامنهيي چارواکو ته لارښوونه کړې، د «نه جګړې، نه سولې» وضعیت پای ته ورسوي. پزشکیان خبرو ته د چمتووالي په ښودلو سره وویل: «موږ کولای شو په عزت خبرې وکړو او په عزت موضوع پای ته ورسوو.» خو هغه زیاته کړه چې تهران به زور او فشار ته تسلیم نه شي.
فورم \ دبحث خونه