د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د مادورو د نیولو لپاره د امریکا د بیساري عملیاتو ستاینه وکړه


 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د وینزویلا د دیکتاتور نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د امریکا د پوځ بیساري عملیات وستایل او هغه یې «متشدد شخص» وباله.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ کینیډي په سنټر کې د استازو جرګې له جمهوري غوښتونکو سره د یوې غونډې پر مهال وویل: «دا ډېر پېچلي وو – ۱۵۲ الوتکې. د اوږدې مودې دپاره مو د ځمکنیو ځواکونو پر احتمالي اعزام خبرې کولې. موږ هلته په ځمکې ډېر ځواکونه درلودل، خو دا په رښتیا هم حیرانوونکي وو.»

ټرمپ وویل: « متحدو ایالتونو یو ځل بیا ثابته کړه چې موږ د ځمکې پر مخ تر ټولو پیاوړی، تر ټولو وژونکی، تر ټولو پرمختللی او تر ټولو وېرونکی پوځ لرو — او هېڅوک ورسره سیالۍ ته نږدې کیدلای هم نشي... هېڅوک دا کار نه شوای کولی.»

تر دې وړاندې، ټرمپ ان بي شي نیوز سره د مرکې په ترڅ کې ویلي وو چې امریکا له وینزویلا سره په جګړه کې نه ده.

هغه وویل: «موږ له هغو خلکو سره په جګړه کې یو چې مخدره مواد پلوري. موږ له هغو خلکو سره په جګړه کې یو چې خپلو زندانونه نه مجرمین زموږ هېواد ته استوي او خپل د مخدره موادو معتادین او رواني ناروغان زموږ هېواد ته رالېږي.»

مادورو په امریکا کې په یو لړ تورونو تورن شوی، چې پکې د مخدره موادوسره تړلې ترهګري او د کوکاین د واردولو دسیسه هم شامله ده. هغه د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې خپلې لومړۍ محکمې ته په حاضریدو د«بې‌ګناهۍ» ادعا کوې ده".

د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې، ټرمپ ان بي سي نیوز ته وویل چې امریکا ښايي د امریکا د تېلو د شرکتونو هغه هڅه تمویل کړي چې غواړي د ونزویلا د انرژۍ زیربناوې ورغوي، او وړاندوینه یې وکړه چې دا کار به تر ۱۸ میاشتو لږ وخت ونیسي.

هغه وویل: «زه فکر کوم موږ دا تر دې هم په لږ وخت کې کولی شو، خو دا به ډېرې پیسې وغواړي. زیات مقدار پیسې به ولګول شي او د تېلو شرکتونه به یې ولګوي، او بیا به موږ د عوایدو له لارې دا هغوی ته بېرته ورکړو.»

د شنبې په ورځ د مادورو له نیول کېدو وروسته، ټرمپ وویل چې وینزویلا «په یو اړخیز ډول امریکایي تېل، امریکایي شتمنۍ او پلاتفورمونه غلا کړل، چې موږ ته یې د میلیاردونو، میلیاردونو ډالرو زیان راواړاوه.»

ټرمپ ویلي چې امریکا به وینزویلا اداره کړي او تر هغه به دا کار کوي چې «یو خوندي، مناسب او معقول انتقال» ترسره شي. د ان بي سي نیوز سره په مرکه کې هغه وویل چې تمه نه لري وینزویلا کې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې نوې ټاکنې ترسره کړي.

هغه وویل: «موږ باید لومړی هېواد ورغوو. تاسې ټاکنې نه شئ کولی. داسې هېڅ لاره نشته چې خلک حتٰی رایه ورکړي»، او زیاته یې کړه چې «موږ باید د هیواد رغولو ته پام واړوو.»

د وینزویلا مرستیاله ولسمشره ډیلسي رودریګز دا مهال د مادورو له نیول کېدو وروسته د موقتي ولسمشرې په توګه دنده ترسره کوي. ټرمپ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له هغې سره په تماس کې دی او د دوی «اړیکې ډېرې ښې دي.»

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول که رودریګز له امریکا سره همکاري بنده کړي نو ایا نور پوځي اقدام شونی دی، هغه وویل: «موږ ورته چمتو یو»، خو ټینګار یې وکړ چې باور نه لري دا اړین وي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو او د ادارې یو شمېر لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ د کانګرس له مشرانو سره د نړلو دروازو تر شا د وینزویلا د وروستیو پوځي عملیاتو په اړه ناسته وکړه.

وروسته، د استازو جرګې رئیس مایک جانسن وویل: «موږ تمه نه لرو چې په د ځمکني ځواک سترتیري واستول شي.»

جمهوري غوښتونکي کانګرس غړي زیاته کړه: «دا د رژیم بدلون نه دی. دا د چلند د بدلون غوښتنه ده.»

سناتوره جین شاهین، چې د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مخکښه ډیموکراته ده، خبریالانو ته وویل: «لا هم ډېرې پوښتنې پر ځای پآتې دي چې باید ځواب شي.»

د ان بي سي نیوز په مرکه کې، ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ په کانګرس کې ښه ملاتړ لرو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG