د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د ایران مشران 'لعنتي لیونيان' دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام (اکتوبر۲۲) د ایووا په ایالت کې په یوې انتخاباتي غونډې کې یو ځل بیا وویل چې ایران یې پرېښنود‍ چې اتومي وسلې ترلاسه کړي او ټېنګار یې وکړ چې په هر شکل وي، له ایران سره به روانه مسئله ختمه شي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې متحدو ایالتونو د ایران د رژیم د رهبریت د لومړۍ او دویمې درجې مشران او د درېیمې درجې یو شمېر مشران له منځه وړي دي او د پیغور په ژبه یې وویل چې ایران اوس څوک نه لري، چې مذاکره وکړي.

هغه وویل: «ماته لویه ستونزه دا ده، چې هېڅوک نه غواړي د ایران ولسمشر شي.»

هغه د ایران مشران «لیوني» وبلل او ویې ویل: «زه له هغوی سره سر او کار لرم. هغوی لعنتي لیوني دي. هغوی ته مې وویل چې لیوني یاست... هغوی لیوني دي.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر په په خپلو خبرو کې د ایران په ضد د امریکا پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل: «موږ د نیمې شپې د څټک او حماس غضب په عملیاتو کې د ایران د اتومي وسلو د جوړولو توان ختم کړ او هغوی ته مو په پوځي، مالي او نورو برخو کې ماتې ورکړه. اوس دا ډاډ ترلاسه کوو چې هېڅکله اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.»

ښاغلي ټرمپ د ایووا په ایالت کې په ایران باندې د امریکا د عملیاتو د پیل په اړه وویل: «زه تر هغه یوه ورځ مخکې چې ووایم ځئ چې ځو او اتومي وسلو ته د هغوی د رسېدو مخه ونیسو، ستاسو په ایالت کې وم. که هغوی اتومي وسلې لرلای، تاسو به ښه احساس نه درلوده. ښايي تر اوسه مو ویرانۍ او ناورین لیدلي وای. خو موږ مجبور وو چې مخه یې ونیسو.»

د ایران د جګړې څخه وروسته د تیلو بیه لوړه شوه او ولسمشر ټرمپ همدې مسئلې ته په اشارې وویل، چې له ایران سره اوسنۍ جګړه چې خلاصه شي، د تیلو بیه به ډېره ټېټه شي.

د والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې په دې وروستیو کې د هرمز له تنګي څخه تر جګړې د مخکې مودې څخه هم زیات تېل انتقال شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې متحدو ایالتونو د هرمز تنګی محاصره کړې او له ایرن څخه هېڅ تیل له دې لارې نه دي صادر شوي.

ولسمشر ټرمپ وویل: «دا د محاصرې له کبله دی. په یاد مو دي، چې ایران وویل دا تنګی تړو او همدا کار یې وکړ؟ هماغه وخت مې وویل چې موږ به هغوی محاصره کړو. په همدې دیل زیات وخت کېږي چې هغوی یو بیرل تیل هم نه دي ترلاسه کړي. وضعیت یې ښه نه دی.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG