د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا به د 'خوندي، مناسب او عادلانه انتقال' تر مهاله وېنزویلا اداره کړي


ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه به وینزویلا تر هغه وخته اداره کوي چې په هغه هیواد کې د قدرت یو «خوندي، مناسب او عادلانه انتقال» ترسره شي.

ولسمشر ټرمپ دا خبره د شنبې په ورځ د جنورۍ په ۳مه د وینزویلا د مشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته وکړه .

د وینزویلا ولسمشر د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې د امریکايي ځواکونو له لوري ترسره شول ونیول شو.

ټرمپ د فلوریډا په ایالت کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل:
«موږ به هېواد تر هغه وخته اداره کړو چې وکولای شو [د قدرت] یو خوندي، مناسب او عادلانه انتقال ترسره شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ د وینزویلا د ستر ولس لپاره سوله، ازادي او عدالت غواړو.»

ټرمپ د شنبې په ورځ د فلوریډا د پام بېچ په ښار کې په خپل استوګنځي مارالاګو کې، د هغه عملیاتو جزییات وړاندې کړل چې د مادورو د نیول کېدو لامل شول.

هغه وویل: «زما په لارښوونه، د امریکا د متحدو ایالتونو وسله‌والو ځواکونو د وینزویلا په پلازمېنه کې بې‌ساري پوځي عملیات ترسره کړل… دا د امریکا په تاریخ کې د امریکايي پوځي د ځواک او وړتیا له تر ټولو حیرانوونکو، اغېزمنو او پیاوړو نندارو څخه یوه وه.»

هغه زیاته کړه: «د نړۍ هېڅ هېواد نشي کولای هغه څه تر لاسه کړي چې امریکا پرون ترلاسه کړل… د وینزویلا ټول پوځي وړتیاوې فلج شو، ځکه چې زموږ د پوځ نارینه او ښځينه سرتیرو د امریکا د قانون پلي کوونکو ځواکونو سره په ګډه، مادورو د شپې په تیاره کې په بریالیتوب سره ونیوه.»

ټرمپ وویل چې د مادورو ځواکونو د جګړې هڅه وکړه، خو «له سخت فشار سره مخ شول او مات شول».

هغه وویل چې پدې عملیاتو کې هېڅ امریکايي نه دی وژل شوی او هېڅ امریکايي پوځي خپل تجهیزات له لاسه ندي ورکړي.

ټرمپ وویل چې «نامشروع ډیکتاتور» مادورو د «یو لوی جرمې شبکې مشر و... چې د بې شمېره امریکایانو د مرګونو مسؤل دی.»

په وینزویلا کې د طبیعي منابعو په اړه تبصرکې، ټرمپ وویل چې وینزویلا « پخپل سر او یوه اړخیزه توګه امریکايي تیل، امریکايي شتمنۍ او امریکايي پلاتفورمونه غلا کړي او موږ ته یې میلیاردونه ډالره زیان رسولی دی.»

هغه وویل: «دا زموږ د هېواد په تاریخ کې د امریکايي ملکیتونو له لویو غلاو څخه یوه وه.»

هغه زیاته کړه چې د تیلو امریکایي کمپنۍ به وینزویلا ته ورستنې شي او د تیلو بنسټیزې زیربناوې او جوړښتونه به بیا ورغوي.

«موږ به د تیلو امریکايي کمپنیو ته، او په نړۍ کې تر ټولو لویو کمپنیو ته اجازه ورکړو چې وینزویلا ته ورشي، میلیاردونه ډالر مصرف کړي، په خورا ویجاړو زیربناو کې اصلاحات رامنځته کړي، او د هېواد لپاره به پیسې وګټي».

هغه وویل: «موږ به د وینزویلا خلک شتمن، خپلواک او خوندي کړو»، هغه زیاته کړه.

ټرمپ وویل چې د مادورو تر واکمنۍ لاندې وینزویلا په سیمه کې مخ په زیاتیدونکې توګه بهرني دښمنان کوربه کوي او د برید دپاره د داسې وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې کولای شي د امریکا ګټو او د امریکاییانو ژوند ته ګواښ پېښ کړي.»

ولسمشر ټرمپ وویل: «او دوی تېره شپه دغه وسلې وکارولې. دوی تېره شپه دغه وسلې وکارولې، چې ښایي د هغو کارټلونو سره یې په همغږۍ کارولې وي چې زموږ پولو ته نږدې فعالیت کوي».

ټرمپ د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې په لویدیځ نیمه کره کې ثبات د نوي ملي امنیت ستراتیژۍ له مخکښو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي چې ددې ادارې لخوا تېره میاشت خپره شوه.

هغه وویل: «زموږ د نوي ملي امنیت ستراتیژۍ له مخې، په لویدیځه نیمه کره کې د امریکا بر لاسي هیڅکله هم تر پوښتنې لاندې نه راځي. دا به هیڅکله پېښ نه شي».

تر دې مخکې، ټرمپ د تروت سوشل پخپلې ټولنیزې شبکې کې د مادورو یو انځور خپور کړ چې مادورو پداسې حال کې چې لاسونه یې تړلي او سترګې او غوږونه یې پټ شوي وو، د امریکا د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو په بېړۍ «ایوو جیما» کې سپور ښودل کیږي.

ټرمپ وویل چې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن لومړی د هلیکوپتر له لارې د امریکا د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو بېړۍ «ایوو جیما» ته ولېږدول شول او زیاته یې کړه چې مادورو او د هغه مېرمن به نیویارک ته ولېږل شي څو له جنايي تورونو سره مخ شي.

د شنبې په ورځ دامریکا لویې څارنوالې، پم بانډي، اعلان وکړ چې مادورو او د هغه میرمن، سیلیا فلورېس، په نیویارک ایالت په سویلي ولسوالۍ کې د نشه یي توکو په تړاو د ترهګرۍ، د کوکاین د واردولو د توطئې، د ماشینګڼو او تخریبي وسایلو د درلودلو، او د امریکا پر وړاندې د توطئې په تور نیول شوي دي.

مادورو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د هوګو چاوز د مرګ وروسته په قدرت کې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG