د لاس رسي وړ اتصالات

د ملت سره مخه ښه؛ ټرمپ د امریکا نوي حکومت ته د بریا هیله وکړه


په سپینه ماڼۍ کې په خپله وروستۍ کاري ورځ د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په یو ویدیویي پیغام کې د منتخب جمهور رئیس جو بایډن د نوم له اخیستلو پرته د امریکا نوې ادارې ته دعا او د بریالیتوب هیله وکړه.

ټرمپ په هغه ویدیو کې چې د خپلې کاري دورې د پای ته رسیدو نه یې شل ساعته مخکې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ (مرغومي ۳۰) خپره کړه وویل: "پدې اونۍ کې د نوي دولت د لوړې مراسم ترسره کیږي او مونږ د امریکا د امنیت او مصوون ساتلو لپاره نوې ادارې ته د بریالیتوب دعا کوو. او مونږ غواړو چې هغوی طالع مند واوسي".

ښاغلي ټرمپ وویل د جمهور رئیس په توګه د امریکا خلکو ته د خدمت توان هغه ویاړ دی چې هیڅ ډول تعریف ته اړتیا نه لري.

هغه د امریکا له ولس نه په مننه وویل: "مونږ باید هیڅکله له یاده ونه باسو چې که څه هم د امریکا اوسیدونکي سره اختلافونه لري خو مونږ وفادارو، سوله خوښونکو، خارق العاده او زړه راکښونکي هیوادوال لرو چې ټول زمونږ د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ غوښتونکي دي."

ښاغلي ټرمپ په دوام کې وویل چې هغه په ځانګړې توګه ویاړي چې په څو لسیزو کې د امریکا د متحده ایالاتو لومړنی جمهور رئیس دی چې هیڅ ډول پوځي جګړه یې نده پیل کړې.

ښاغلي ټرمپ د خپلې وینا په یوه برخه کې د خپل حکومت بهرني سیاست ته په اشارې وویل پدغو څلورو کلونو کې د داعش خلافت او مشران یې له منځه لاړل. همداشان امریکا د ایران د ظالم رژیم پر وړاندې ودریده او د نړۍ ستر تروریست قاسم سلیماني یې له منځه یووړ.

د هغه په وینا د "نړۍ په تاریخ کې ستر اقتصاد"، د سمندر اخوا سوداګرۍ له مشارکت نه د متحده ایالاتو وتل، د پاریس د اقلیم د بدلون تړون خوشې کول، د مکسیکو او کاناډا سره د نوي تجارتي تړون لاس لیک کول او پر چینایي کالیو باندې د ګمرکي تعرفو وضع کول هغه کارونه وو چې ښاغلي ټرمپ په خپله وینا کې د خپلو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د امریکا د لرغوني دود په ماتولو سره ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې د منتخب جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي.

هغه نن د سپینې ماڼۍ ووت او د مریلند ایالت د اندریو هوایي اډې ته لار چې له هغه ځایه د فلوریدا ایالت ته د ژوند کولو لپاره ځي.

XS
SM
MD
LG