د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست پای؛ ټرمپ له واشنګټن ډي سي څخه ولاړ


د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست څلور کلنه دوره پای ته رسیدلې او ښاغلی ټرمپ نن د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (سلواغې لومړۍ) د امریکا د جمهور رئیس په ځانګړې الوتکه (ایرفورس۱) کې د وروستي ځل لپاره له واشنګټن ډي سي څخه د فلوریدا ایالت په لور پرواز وکړ.

د ښاغلي ټرمپ د تګ پر وخت د مریلند ایالت په اندریو هوایي اډه کې د مخه ښې مراسم په پوځي تشریفاتو، د هغه د کورنۍ د غړو او لږ شمیر میلمنو په ګډون ترسره شول.

ښاغلي ټرمپ په دغو مراسمو کې په وینا کې یو ځل بیا د امریکا د اقتصادي وده، د کروناویروس سره مبارزه، په څه کم یو کال کې د کروناویروس ضد واکسین تولید او د امریکا د پوځي او دفاعي ځواکونو غښتلي کول د خپل حکومت د کاري دورې لاسته راوړنې وګڼلې.

هماغه وخت چې د ښاغلي ټرمپ الوتکه د فلوریدا ایالت ته رسیږي، د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن د کانګرس په انګړ کې د لوړې په مراسمو کې لوړه کوي؛ هغه مراسم چې ښاغلی ټرمپ په کې ګډون نه کوي.

تر اوسه د ښاغلي ټرمپ د سیاسي فعالیت راتلونکی څرګنده ندی، خو هغه د سه شنبې په ورځ د مخه ښې په یو پیغام کې وویل: "غواړم پوه شئ هغه غورځنګ چې مونږ پیل کړی، تازه په پیل کې دی."

د جمهور رئیس په توګه د ښاغلي ټرمپ کار پداسې حال کې پای ته رسیږي چې د هغه نوم د یو داسې جمهور رئیس په توګه چې دوه ځلې استیضاح شوی د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې ثبت شوی او لاهم د امریکا په سنا کې "د بلواګرو د تحریک کولو" په تور د هغه د محاکمې لپاره نیټه نده ټاکل شوې.

پر کانګرس باندې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو د دوه اونۍ مخکې یرغل ته په اشارې ښاغلي ټرمپ د سه شنبې د ورځې په وینا کې وویل چې دغه پیښې د امریکا خلک "وډارول" او په وینا یې سیاسي تاوتریخوالی "هیڅکله نشي زغمل کیدای."

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خپلې بشپړه وروستۍ کاري ورځ یعنی سه شنبه د خپل انتخاباتي کمپاین د مشر ستیف بانون په ګډون د ۱۴۰ تنو د بخښنې فرمان لاس لیک کړ.

XS
SM
MD
LG