د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۱ ناندرییزه مالي‌ بودیجه امضا کړه


ولسمشر ټرمپ په دغې بودیجې انتقاد کړی و
ولسمشر ټرمپ په دغې بودیجې انتقاد کړی و

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د کروناویروس د مرستو او حکومتي لګښتونو بودیجه امضا کړه، که دا یې امضا کړې نه وای، شاید ځینې حکومتي ‌ادارې به تړل شوې واې.

د ۲۰۲۱ ټوله کلنۍ بودیجه ۲.۳ تریلیون ډالر دي چې ۹۰۰ میلیارد یې د کروناویروس مرستې بلل کیږي او ۱.۴ تریلیون نور یې د حکومت لګښتونو ته ځانګړي شوي دي.

ګانګرس له څو میاشتو بحثونو وروسته دا بودیجه تصویب کړه، خو ولسمشر ټرمپ هغه «شرم» بللی و.

د کرونا ویروس له کبله د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېر کاروبارونه زیانمن شوي دي. ولسمشر ټرمپ غوښتل چې د کروناویروس په مرستو کې باید هر کس ته ۲۰۰۰ ډالر ورکړل شي، خو ګانګرس ۶۰۰ ډالر تصویب کړي‌وو.

د استازو د خونې مشرې نانسي پلوسي د بودیجې توشیح کېدل ستایلي دي‌. هغې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا د میلیونونو هغو امریکایانو لپاره ښه زیری دی چې د کرونا وبا پر مهال په کورونو کې پاتې شوي او بیکاره شوي دي.

که ولسمشر ټرمپ دا بودیجه امضا کړې نه وای، د امریکا د کار وزارت د معلوماتو په اساس ښايي په دې سره ۱۴میلیون وزګار امریکایان د بیګارۍ له امتیازاتو بې برخې شي.

په سنا کې د اکثریت مشر مچ مکانل ولسمشر ټرمپ وستایه چې د بودیجې په توشیح کولو سره یې د حکومت د بندیدو مخه ونیوله چې په خبره یې امریکایانو یې زغم او توان نلره.

په دغې بودیجې کې د کرونا له وجهې بېکارو شویو خلکو سره د مرستو او د کورونو کرایې سربېره ځينې نورې مهمې مرستې هم شاملې دي.

ولسمشر ټرمپ په ګانګرس د دغې طرحې له کبله انتقاد کړی و. ښاغلي ټرمپ په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: " زه یوازې غواړم چې خپلو خلکو ته د ۶۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ ډالر ورکړم او دا خبره په دغې لایحې کې وه،" او ما غوښتل چې د میلیونونو نورو ډالرو د لګښتونو مخه ونیسم.

په دغې بودیجې کې هغو امریکایانو ته ۶۰۰ ډالر ورکول کیږي چې کلنی عاید یې تر ۵۷۰۰۰ ډالرو زیات وي.حکومت څو میاشتې مخکې په امریکا کې هرې کورنۍ بالغ ته ۱۲۰۰ او ماشوم ته ۴۰۰ ډالر ورکړل.

XS
SM
MD
LG