ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (سپټمبر ۱۸) هغه قانون توشیح کړ چې د روسیې پر وړاندې بندیزونه پراخوي، پر ایران بندیزونه غځوي او هغه ته دا واک ورکوي چې پر هغو هیوادونو تعرفې ولګوي چې د روسيې انرژۍ اخلي.
دا چې " د لیندسي ګراهام د روسیې او ایران ۲۰۲۶ د تحریمونو" قانون نومیږي، د جمهوري غوښتونکي ګوند د فقید سناتور لیندسي ګراهام په درناوي نومول شوی دی.
ګراهام د جولای په ۱۱مه مړ شو. هغه او لسګونو نورو سناتورانو د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د دې قانون یوه پخوانۍ نسخه وړاندې کړې وه.
دا طرحه د متحده ایالاتو ولسمشر ته واک ورکوي چې پر هغو هیوادونو تعرفې ولګوي چې د روسي انرژي اخلي او پر کرملن د اوکراین د جګړې له امله سخت بندیزونه ولګوي.
دا قانون د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هغه پر حکومتي چارواکو، او روسي بانکونو او مالي موسسو هم بندیزونه لګوي.
دا ولسمشر ته دا اجازه هم ورکوي چې د روسیې د تیلو او طبیعي ګازو پر پنځو لویو پیرودونکو تر سل سلنې پورې تعرفې ولګوي.
د بهرنیو هېوادونو په منځ کې، دا قانون به پر چین او هند تر ټولو ډېر اغېز ولري، چې د روسیې د خامو تېلو تر ټولو لوی پیرودونکي دي.
په دې قانون کې د ایران پر وړاندې د بندیزونو د غځولو یو بند هم شامل دی. د قانون د متن له مخې، له ایران سره تړلي بندیزونه به وغځول شي، او د هېواد پر انرژۍ او دفاعي او تسلیحاتي سکتورونو به نوي بندیزونه هم ولګول شي.
د امریکا د استازو جرګې دا طرحه د چهارشنبې په ورځ د ۱۵۹ رایو په مقابل کې په ۲۶۲ رایو تصویب کړه. په وروستۍ رایه اچونه کې، ۲۰۳ جمهوري غوښتونکو، ۵۸ ډیموکراتانو او یوه خپلواک استازي د دې طرحې لپاره رایه ورکړه، په داسې حال کې چې اوه جمهوري غوښتونکي او ۱۵۲ ډیموکراتان یې مخالف وو.
دا طرحه مخکې د اګست په میاشت کې د سنا له خوا د دواړو ګوندونو په پراخ ملاتړ، د ۱۱ رایو په مقابل کې په ۸۶ رایو تصویب شوې وه.
هغه ډیموکراتان چې د دې لایحې مخالف دي وايي چې دا طرحه ولسمشر ټرمپ ته د تعرفو په اړه له حده زیات واک ورکوي چې د امریکا د متحدینو پر وړاندې کارول کیدای شي.
د استازو جرګې د اقلیت ګوند مشر حکیم جیفریز او د هغه همکارو ډیموکراتو قانون جوړونکو کاترین کلارک او پیټ اګویلار په یوه اعلامیه کې وویل چې ټرمپ د روسیې په وړاندې پرېکنده چلند نه دی ښودلی او باید د تعرفو د لګولو لپاره ورته نوي واکونه ورنکړل شي.
هغوی دا خبرداری هم ورکړ چې تعرفې کیدای شي د امریکایي کورنیو لپاره لګښتونه زیات کړي.
خو د دې قانون ملاتړي وايي چې د دې قانون تصویب روسیې ته یو مهم پیغام استوي او د خبرو اترو لپاره د فشار رامنځته کولو کې مرسته کولی شي.
د ټکزاس ایالت جمهوري غوښتونکي استازي او د دې قانون یوه اصلي ملاتړي مایکل مک کال، د استازو جرګې له رایې ورکولو وروسته وویل چې د دې قانون تصویب متحده ایالات د لیندسي ګراهام هغه هدف ته چې په اوکراین او تر هغه هاخوا تل پاته سوله وه، یو ګام نږدې کوي.
د ټرمپ په غوښتنه، دا قانون د ۱۹۹۶ کال هغه قانون هم غځوي چې د ۲۰۳۱ کال پورې په ایران کې د انرژۍ په سکتور کې پانګه اچونکي کمپنۍ مجازاتوي.
فورم \ دبحث خونه