د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د 'امریکا د فضایي تسلط تضمین' فرمان لاسلیک کړ


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د "امریکا د فضايي تسلط تضمین" تر نامه لاندې، یو نوی اجرایوي فرمان صادر کړی چې د راتلونکو کلونو لپاره د هغه د حکومت فضايي ستراتیژي په ډاګه کوي.

په دې فرمان کې چې د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۸) صادر شو، راغلي چې د فضا تسلط د ملي لیدلوري او ملي ارادې معیار دی، او هغه ټیکنالوژي چې امریکایان یې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره تولیدوي، د هېواد په ځواک، امنیت او سوکالۍ کې د پام وړ مرسته کوي.

په دې فرمان کې د ارټیمیس پروګرام له لارې تر ۲۰۲۸ کاله پورې سپوږمۍ ته متحدو ایالتونو بیرته ستنېدل، په فضا کې د دې هېواد د رهبرۍ تثبیتول، په سپوږمۍ کې د اقتصادي پرمختګ بنسټ ایښودل، مریخ ته د سفر لپاره چمتوالی او د امریکایی سپړونکو راتلونکي نسل ته د هڅولو پلانونه او پروګرامونه شامل دي.

په دې فرمان کې، ولسمشر ټرمپ لارښونه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د سپوږمۍ دایمي اډې لومړني عناصر جوړ شي، چې موخه یې په فضا کې د متحدو ایالتونو دوامداره شتون پیاوړی کول او په مریخ کې د اکتشاف لپاره لاره هوارول دي.

په امنیتي برخې کې، ټرمپ تر ۲۰۲۸ کال پورې د توغندیو د دفاعي سیستم د راتلونکي نسل ټکنالوژیو د پراختیا امر کړی دی.

ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو د فضايي ګټو په وړاندې د ګواښونو د پیژندلو او د مقابلې د وړتیا د رامنځته کولو په اړتیا هم ټینګار کړی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر په فضا کې د اټومي وسلو د ځای پرځای کېدو د هر ډول احتمالي هڅې سره د مقابلې لپاره د چمتوالي غوښتنه هم کړې ده.

د دې فرمان کې، ټرمب د خصوصي سکتور پر بنسټ د فضايي اقتصاد په ودې ټینګار کړی او د فضايي لانچونو او اکتشافاتو د دوامدار او مناسبت زیاتوالي غوښتنه یې کړې ده.

دغه راز ډونالډ ټرمپ د پرمختللو فضايي ټیکنالوژیو د پراختیا امر هم کړی چې په فضا کې د اټومي انرژۍ کارول او په سپوږمۍ کې د اټومي ریکټور ځای پرځای کول هم په کې شامل دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې دا ریکټورونه باید تر ۲۰۳۰ کال پورې چمتو شي.

په دې فرمان کې له خصوصي سکتور څخه غوښتنه شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړیوال فضايي سټیشن د ځای په ځای کولو لپاره اقدام وکړي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG