د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د آسیايي سفر په بریالیتوب ویاړي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جاپان د صدراعظم شینز آبې او د آسترالیا د صدراعظم مالکم ټرنبل په منځ کې په فیلیپین کې د سافټېل پلازا کې لیدل کېږي. د ٢٠١٧ کال د نومبر ١٣ مه.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جاپان د صدراعظم شینز آبې او د آسترالیا د صدراعظم مالکم ټرنبل په منځ کې په فیلیپین کې د سافټېل پلازا کې لیدل کېږي. د ٢٠١٧ کال د نومبر ١٣ مه.

ښاغلی ټرمپ وايي د سفر له امله ېې امریکا ته په امنیتي او تجارتي برخو کې ډیر بری په برخه شوی دی. د هغه په آسیايی سفر کې پرتجارتي معاملو او د شمالی کوریا د اټومي خطر د مخنیوي پرمسایلو ډیر تمرکز وشو.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ آسیايي هېوادونو ته د خپل تازه سفر په اړه د ستر بري ادعا کوي. هغه وویل چی په سفر کې ېې په بهرنیو اړیکو کې ډیر ستربری ترلاسه کړیدی. ښاغلي ټرمپ پرون د چارشنبی په ورځ، یوه ورځ وروسته له هغه نه چې له خپل دولس ورځني بهرني سفر نه راستون شو وویل: په دې سفر کې ېې دامریکا گټې ډیرې پرمخ ولاړلې.

ولسمشر ټرمپ په خپل سفر کې په جاپان، جنوبی کوریا، چین ویتنام او فیلیپین کې د خپل سفر په دوران کې د "امریکا په هرڅه کې اول" پالیسي پر مخ بوتلله، او په دې سفر کې ېې په ټولیزډول د بې ساري بري ادعا وکړله. هغه د چین دهمکارۍ په اړه هم خوږې خبرې وکړلې، خو مبصرین وايي چی ښايی داخبرې ډیرې ژر په ترخو خبرو بدلې شي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپل آسیايي سفر کې په مانیلا کې دغه راز مظاهرې له نظره وغورزولې او په رسمي هرکلي ېې تمرکزوکړ.

د ولسمشر ټرمپ آسیايي سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: هرچیرته چې ولاړلو، زموږ بهرنیو کوربه گانو زما په شمول دامریکا يي هېئت ډیر تود هرکلی وکړ. دا کارڅرگندوي چې دامریکا تجدید شوی اعتبار او دریځ تردې مخکې هېڅ کله دومره پېاوړی نه و لکه څومره چې اوس دی.

ولسمشروویل چې ډیرې با ار ځښته تجارتي معاملی ېې له پنځو هېوادونو سره په دې سفر کې لاسلیک کړلی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر زیاته کړله: موږ به په تجارت کې تیري نور هېڅکله له نظره ونه غورزوو، او دنورو هېوادونو په فریب او تیري به هم سترگې پټې نه کړو.

ولسمشر ټرمپ ددې بري ا دعا هم وکړله چې اسیايي هېوادونه په تیره چین ورسره په دې هڅو کې ملگری دی چې د شمالی کوریا د داټومي خطر مخه ونیسي.

ښاغلي ټرمپ وویل: د ټول سفر په عالي غونډو کې موږ له ټولو هېوادونو نه وغوښتل چی له اټومي وسلونه د شمالی کوریا د پاکولو او پردغه هېواد د زښت ډیر فشار راوستلو په ا ړه زموږد مبارزې ملاتړ وکړي.

خوکله چی ولسمشر ټرمپ په اسیايي سفربوخت و په داخل کې دموکراتانو د نیوجرزي او ویرجینیا دایالت انتخابات په ولایتی کچه وگټل.

د سیاسی علومو یوماهر وايي داد جمهوریت غوښتونکیو لپاره د خطر نښه گڼل کېدلی شي.

د ویرجینیا د پوهنتون استاد کایل کونډېک وايي: څرنگه چې جمهوررئیس ټرمپ دوه قطبی سیاست لري او ډیرمحبوبیت نلري ځکه د مقبولیت کچه ېې له څلوېښت فیصدو نه ښکته ده، نو دموکراتان مبارزې ته ډیر زیات هڅېدلي دي.

په انتخاباتو کې د دموکراتان له خوانه په ستره کچه برخه اخیستل ددې سبب کېدلی شي چې لهجمهوري غوښتونکيونه بل کال ته د امریکا د استازیو خونه ( ولسي جرگه) کې اکثریت وگټي.

ددموکراتانو مشر چک شومر وايي دی احساس کوي چې دموکراتان د ٢٠٠٥ کال په څېر تشویق شوي او ترغیب شوي دي.

له بل پلوه ولسمشر ټرمپ او جمهوری خواهان په دې هڅو بوخت دي چی په بیړه باندې د مالیې دکمولو اصلاحات پر مخ بوزي.

د استازیو دخونې رئیس پال راین وویل ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مالیه کې د کمښت راوستلو په وعده په انتخاباتو کې گډون کړی و.

له دې امله په مالي اصلاحاتو کې بریالیتوب دهغوی دراتلونکي کال دانتخاباتو پر برخلیک سترې اغېزې لرلی شي.

XS
SM
MD
LG