د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ناټو سرمشریزه د نېوکو او ژمنو سره پیل کړه


 دا دریم ځل دی چې ډانلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توگه لندن ته سفر کوي.
دا دریم ځل دی چې ډانلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توگه لندن ته سفر کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن سې شنبې (ډسمبر ٣) په لندن کې د ناټو د عمومي منشي سره په گډ خبري کنفرانس کې د فرانسې پر ولسمشر ایمانویل میکرون انتقاد وکړ چې ویلي و ناټو "دماغي مرګ" تجربه کوي.

ولسمشر ترمپ د فرانسې د ولسمشر څرګندونې "ناوړه بیان" وبلل. د امریکا ولسمشر وویل "هیڅوک تر فرانسې ډیر ناتو ته اړتیا نلري. او امریکا له ناټو نه تر ټولو لږه گټه اخیستې ده."

ولسمشر ټرمپ وویل "مونږ له اروپا سره مرسته کوو. اروپا متحده کیږي او د یو ګډ دښمن په وړاندې جنګیږي - دا ممکن ممکن دښمن وي یا نه وي، تاسو نشي ویلای چې، دلته نور دښمنان هم شته – خو داسې څرگندونې د فرانسې لپاره خورا خورا خطرناک بیان دی."

ولسمشر مکرون دا څرگندونې تیره میاشت یوې لندن میشتې مجلې، ایکونومست ته کړې وې او له هغه وخت راهیسې له خپلو څرگندونو څخه دفاع کړې او ویلي چې ناتو ویښتیا ته اړتیا لري.

ولسمشر زیاته کړه "زه فکر کوم په فرانسه کې د بیکارۍ کچه خورا لوړه ده. د فرانسه اقتصاد هیڅ ښه ندی. دوی د نورو هیوادونو پر محصولاتو مالیه لگول پیل کړي. نو ځکه موږ د دوی پر محصولاتو مالیه لگوو. او دا همدا اوس په ټیکنالوژۍ مالیه لگول شوې مونږ د دوی پر شرابو مالیه لگوو."

ولسمشر ترمپ نن په لندن کې د ناټو د سرمشریزې په ځنډه کې د فرانسې د ولسمشر ایمانول مکرون سره ملاقات وکړ.

فرانسه، ترکیه او متحدایالات د ناټو لپاره د یوې جلا بڼې غوښتونکي دي چې پکې د پوځي مصارفو پرته، نورو مسلو هم پاملرنه وشي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ د سرمشریزې په درشل کې وویل، ناټو له بدلېدونکې نړۍ سره د بدلېدو په حال کې ده.

ینس سټولتنبرګ وویل "زما لپاره دا مهمه ده چې مونږ سره ګورو او دا خبره یقیني کوو چې ناټو به بدلون ته دوام ورکوي ځکه بریالیتوب یې په همدې کې دی چې د نړۍ له بدلون سره یوځای د بدلېدو توان لري."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پوښتنه مطرح کړې چې امریکا ولې باید د لویدیځ ساتنه وکړي. هغه د ناټو له غړو غوښتي چې د پوځي لګښتونو په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي.

ستولتینبرګ وویل چې له امریکا پرته د ناټو نورو غړو خپل پوځي لګښتونه له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۱۳۰ میلیارد ته لوړه کړې او تر ۴٠٠ میلیارده پورې به یې لوړه کړي.

ستولتینبرګ زیاته کړه "مونږ د نظر اختلاف لرو ځکه مونږ د سمندر په دوو غاړو کې پراته ٢٩ هیوادونه یو چې مختلف سیاسي ګوندونه، مختلف تاریخ، مختلفه جغرافیه لرو خو د اختلافاتو سره سره تل د یو مهم هدف لپاره یو موټي یو او د یو بل ساتنه کوو."

ناټو په داسې حال کې خپله اویایمه کلیزه لمانځي چې د اوکراین تر څنگ منځني ختیځ کې امنیت یو لویه مسله جوړه شوې ده. د ناټو بله مسئله د ګرجستان له خاورې ازادې شوې سیمې، ابخازیا او جنوبي اوسیتیا دي.

ترکیې بیا ویلي چې که ناټو، ترکیې ته ورپیښ ترهگریز خطر ته پاملرنه ونکړي نو انقره به په بالقان کې د ناټو د پلان مخالفت وکړي.

د ترکیې ولسمشر وویل "که چیرې په ناټو کې زموږ ملګري هغه ډلې چې مونږ یې په وړاندې جنگیږو د ترهگریزو سازمانونه په توگه په رسمیت ونه پیژني، نو بښنه غواړم موږ به د هر هغه څه په وړاندې ودریږو چې هلته ترسره کیږي."


دا تړون په لومړیو کې بریتانیې، کاناډا، امریکا او د لویدیځې اروپا یو شمېر هېوادونو جوړه کړې و خو اوس د ترکیې په گډون ټول ۲۹ غړي لري.

XS
SM
MD
LG