د لاس رسي وړ اتصالات

ولس ته وینا؛ ټرمپ "پیاوړې او ویاړلې امریکا" آبادوي


ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په شپه د کانګرس دواړو مجلسونو او ملت ته وینا کوي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په شپه د کانګرس دواړو مجلسونو او ملت ته وینا کوي.

ولس ته په خپلې لومړنې کلنۍ وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوښښ کوي چې د هېواد پر اقتصادي پرمختګونو تمرکز وي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په شپه [جنورۍ ۳۰] د کانګرس دواړو مجلسونو او ملت ته وینا کوي.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ به په تیر یو کال کې د امریکا د پام وړ اقتصادي پرمختګونو او په دغه هېواد کې د وزګارتیا ټیټې کچې ته په اشارې د کانګرس غړو او د امریکا ولس ته د خپلو لاسته راوړونو یادونه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د قانون جوړونې د څانګې رئیس مارک شورت وایې: "ولسمشر پدې اړه چې امریکا څنګه بیرته راڅرګنده شوه، خبري کوي." ښاغلی شورت زیاتوي "ولسشمر دارنګه له دیموکراتانو څخه درخواست کوي او وایې چې موږ د خپل هېواد ودانولو ته اړتیا لرو."

چارواکي وایې چې د ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا عنوان به "د امن، پیاوړې او ویاړلې امریکا آبادول وي."

په داسې حال کې چې ولسمشر په تیر یو کال کې پر خپلو لاسته راوړنو او روان کال ته د خپلو پلانونو په اړه ولس ته معلومات ورکوي، خاص پلټونکی رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د خالت د څرنګوالي پر معلومولو کار کوي.

دارنګه مهاجرت د سپیني ماڼۍ او کانګرس ترمنځ یو بیل بحث دی. ولسمشر ټرمپ به پخپلې وینا کې د امریکا او مکسیکو د سرحد په اوږدو کې د یو لوي دیوال د جوړولو او دوه میلیونو هغو ځوانانو ته چې په کوچنیوالي کې امریکا ته راوړل شوي دي د تابعیت ورکولو په خاطر به د ۲۵ میلیاردو ډالرو پر بودیجې خبرې وکړي.

د ټرمپ په پلان کې د امریکا د سرحدونو د امنیت او د مهاجرت په سیسټم کې د اصلاحاتو په خاطر څو میلیارده ډالر غوښتل شوي دي.

د امریکا ولس ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

XS
SM
MD
LG