د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د امریکا د اقتصادي ګټو څخه، اتومي وسلو ته د ایران د “بد” رژیم د لاسرسي مخنیوی ډېر مهم ګڼل کیږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د اسرائیل سره د ۱۳ ورځنيو ګډو پوځي عملیاتو له لارې، اټومي وسلو ته د ایران د “بد” رژیم د لاسرسي مخنیوی د هغې اقتصادي ګټې نه ډېر مهم دی چې امریکا یې د جګړې له امله د تیلو د بیو په لوړېدو ترلاسه کوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشیل کې لیکلي: “متحده ایالتونه په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، نو کله چې د تېلو بیې لوړې شي، موږ ډېرې پیسې ګټو. خو زما لپاره د ولسمشر په توګه تر دې ډېر مهم دا دي چې د ایران بده امپراطوري د اټومي وسلو له تر لاسه کولوڅخه منع کړم چې دا کولای شي منځنی ختیځ او حتی ټوله نړۍ له منځه یوسي. زه به هېڅکله اجازه ورنه کړم چې داسې وشي!”
د ټرمپ د انرژۍ وزیر کریس رایټ د پنجشنبې په ورځ له (سي ان بي سي) ټلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې د امریکا په مشرۍ د“حماسي غضب” پوځي عملیات به “میاشتې نه، بلکې څو اوونۍ وخت ونیسي.”
رایټ د ایران د رژیم په اړه وویل: “هره ورځ لوی پرمختګونه کېږي. موږ د هغوی هغه وړتیا له منځه وړو چې په سیمه کې امریکایي پوځیان، خپل ګاونډیان او په پای کې د انرژۍ نړیوال بازارونه ګواښي.”
ټرمپ د کینټکي ایالت ته د سفر نه وروسته د چهارشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې د ایران رژیم “په بشپړه توګه له منځه وړل کېږي.”
هغه وویل: “دوی تقریباً د کرښې پای ته رسېدلي دي. دا مانا نه لري چې موږ به عملیات سمدستي پای ته ورسوو، خو هغوی نور سمندري ځواک نه لري، هوايي ځواک نه لري، د هوايي دفاع سیستم نه لري. هغوی د کنټرول هېڅ سیستم نه لري. موږ د هغوی پر هېواد بی له حدودو ازاد عملیات ترسره کوو.”
ټرمپ وویل چې د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د صادراتو لپاره یوه مهمه سمندري لاره ده، د وروستیو ورځو د ګواښونو او د تېلو پر ټانکرونو د بریدونو سره سره “په ښه حالت کې دی.”
هغه د ایران د رژیم په اړه وویل: “موږ د هغوی ټولې کښتۍ له منځه وړي دي. هغوی ځینې توغندي لري، خو ډېر نه دي. زما په اند موږ په ډېر ښه وضعیت کې یو. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ باید دا جګړه وګټو او ژر یې وګټو.”
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د پنجشنبې په ورځ د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې د عملیاتو په اړه لیکلي چې امریکايي ځواکونه “د وژونکي ځواک او دقیقو بریدونو له لارې د ایران هغه وړتیا له منځه وړي چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه او سیمه ییز متحدین ګواښي.”
فورم \ دبحث خونه