د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پر ایران او روسیې نوي بندیزونه لاس لیک کوي


روسیې په مسکو کې د امریکا سفارت ته خبرداری ورکړی چې د سپتامبر تر لومړۍ نیټې پورې د خپلو دیپلومانو شمیر راکم کړي
روسیې په مسکو کې د امریکا سفارت ته خبرداری ورکړی چې د سپتامبر تر لومړۍ نیټې پورې د خپلو دیپلومانو شمیر راکم کړي

سپینې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر ایران او روسیې د بندیزونو د لگولو د مصوبې د ویتو یا رد کولو نیت نه لري.

سپنې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ غواړي پر "ایران، روسیې او شمالي کوریا" د بندیزونو مصوبه لاس لیک کړي چې قانوني بڼه ونیسي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په شپه په یوې اعلامیې کې وویل چې جمهور رئیس د دې مصوبې د ویتو کولو نیت نه لري چې د کانگرس د استازو او سنا مجلسونو په اکثریت سره تصویب کړې ده.

تر دې د مخه یو شمیر رسنیو د کانگرس د دې پریکړې د ویتو کولو د احتمال په هکله رپوټونه ورکړي وو په ځانگړې توگه وروسته له هغې دا ډول څرگندونې وشوې چې د سپنې ماڼۍ له لورې په دې هکله دوه مختلف روایتونه خپاره شول.

لومړی د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي وو چې ښاغلی ټرمپ هغه لاس لیک کوي، خو د سپینې ماڼۍ د ارتباطاتو رئیس وویل چې جمهور رئیس ددې مصوبې د څیړلو دمخه د هغې د لاس لیک کولو نیت نه لري.

یو شمیر دیموکراتانو ادعا کړې وه چې ښاغلی ټرمپ نه غواړي چې پر روسیې باندې د بندیزونو مصوبه لاس لیک کړي، خو د دوی پر وینا د سنا مجلس لوړو رایو د ښاغلي ټرمپ د ویتو کولو د امکان مخه نیولې ده.

د امریکا د قانون له مخې د استازو د مجلس او سنا پریکړې باید جمهور رئیس لاس لیک کړي او جمهور رئیس حق لري چې هغه مصوبې چې ورسره موافق نه وي ویتو کړي، خو که چیرې د سنا مجلس له دریو نه دوه برخې سناتوران یوې مصوبې ته رایه ورکړي جمهور رئیس د هغې د بیا ویتو کولو حق نه لري.

ایران او روسیې دواړو د امریکا له لورې د نویو بندیزونو د لگولو پر وړاندې غبرگون ښودلی دی. ایران دا بندیزونه د اټومي موافقې له موادو نه سرغړونه گڼي او روسیې د جمعې په ورځ په مسکو کې د امریکا سفارت ته خبرداری ورکړ چې د سپتامبر تر لومړۍ نیټې پورې په دې هیواد کې د خپلو دیپلومانو شمیر راکم کړي.

XS
SM
MD
LG