د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ کانگرس ته - وخت مه ضایع کوئ، دیوال ضروري دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانگرس کې د دواړو سیاسي گوندونو د غړیو نه غوښتي دي چې وخت دې نه ضایع کوي او په مکسیکو سره په سرحد د دیوال لپاره دې ورته بودیجه ورکړي

په داسې حال کې چې په سرحد د حفاظتي اقداماتو د تگلارې جوړولو لپاره ډیر لږ وخت پاتې دی، ولسمشر ټرمپ په سرحد د دیوال په اړه خپل پخوانی دریځ تکرار کړیدی او د کانگرس نه یې غوښتي چې وخت دې نه ضایع کوي ځکه دیوال ته ضرورت دی.

ولسمشر ټرمپ په خپل یو ټویټ کې ولیکل: "که جمهوري غوښتونکي او دیموکرات گوند غړیو کمیټه په سرحد د دیوال او یا کټارو د جوړولو په اړه خبرې نه کوي نو هغوي خپل وخت ضایع کوي."

د کانگرس غړیو د چارشنبې په ورځ یوه غونډه کړیده او یوه اونۍ وخت لري چې د سرحد د حفاظتي تدابیرو لپاره یوه عملي تگلاره جوړه کړي او بیا پرې د کانگرس غړي رای ورکړي.

په امریکا کې د دسمبر په ٢٢ د هغې نه وروسته یوه بیسارې کاربندي پیل شوه چې ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٩ کال د بودیجې د لاسلیک کولو نه انکار وکړ او ویې ویل چې امریکا د مکسیکو سره په سرحد د غیر قانوني مهاجرت له کبله د یو بیړني حالت سره مخ ده.

د یادونې وړ ده چې د امریکا فیډرالي حکومت ځینې برخې د ٣٥ ورځو د کار بندۍ نه وروسته فعاله شویدی خو اوس هم خطر موجود دی چې که د دیموکرات گوند او جمهوري غوښتونکي یوې موافقې ته سره و نه رسیدل نو حکومت به یو وارې بیا بند شي.

XS
SM
MD
LG