د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او کانګرس د فدرال حکومت په پرانیستلو موافقه وکړه


جمهور رئیس ټرمپ د سپینې ماڼۍ په روزگاردن کې د خبرو پر وخت
جمهور رئیس ټرمپ د سپینې ماڼۍ په روزگاردن کې د خبرو پر وخت

د جمهور رئیس ټرمپ او کانگرس موافقه وکړه چې د دریو اونیو لپاره د امریکا د فدرالي حکومت تړل شوې ادارې بیرته پرانیستل شي.

جمهور رئیس ټرمپ نن د جمعې ورځ په یو خبري کنفرانس کې د فدرال حکومت له کارکوونکو مننه وکړه چې د حکومت د یو شمیر ادارو د تړل کیدو سره سره یې کار کړی دی.

ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال په جوړولو باندې په ټینگار سره وویل د اسرائیل په شان نورو هیوادونو پر خپل سرحد باندې په دیوال کولو سره خپلو هیوادونو ته د ترهگرو د تللو مخه نیولې ده.

د کانگرس د مشرانو او د جهور رئیس ټرمپ موافقې له مخې ټاکل شوې چې د هغې بودجې پر سر خبرې وروسته وشي چې ښاغلی ټرمپ یې د مکسیکو سره د امریکا په پوله د دیوال د جوړولو لپاره غواړي.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې ددې موافقې پر اساس به د امریکا فدرال حکومت هغه بودجه ترلاسه کړي چې د سرحدي امنیت چارې په کې شاملې دي. خو دا بودجه به په مشخصه توگه د سرحدي دیوال لپاره نه وي.

په تیرو پنځه اونیو کې د امریکا د فدرالي حکومت د یو شمیر ادارو د بندیدو په نتیجه کې د فدرالي ادارو شاوخوا ٨٠٠ زره مامورین له معاش بې برخې وو.

دا د امریکا په تاریخ کې د فدرالي حکومت د تړل کیدو تر ټولو اوږده موده ده.

XS
SM
MD
LG