د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ به سبا سه شنبه په سپینې ماڼۍ کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان کوربه وي او وايي چې په دغه هېواد باندې د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو د خرڅولو په اړه غور کوي.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د متحدو ایالتونو د ملګري شهزاده محمد بن سلمان دا سفر «تر یوې غونډې ډېر» دی او «موږ سعودي عربستان او ولیعهد ته درناوی» کوو.
نوموړي تائید کړ چې سعودي عربستان د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکې غواړي او هغه په دې غوښتنې غور کوي.
ټرمپ همدغه راز یادونه وکړه چې هغه غواړي سعودي عربستان هم د ابراهیم په تړونونو کې شامل شي، ولسمشر ټرمپ په خپلې لومړۍ دورې کې د خپلې بهرنۍ تګلارې په توګه ځینې مسلمان هېوادونه وهڅول چې په دې تړونونو کې شامل شي او له اسرائيل سره روابط عادي کړي.
تازه قزاقستان ویلي دي چې په دې تړونونو کې به شامل شي. ولسمشر ټرمپ وویل: «هیله لرم چې سعودي عربستان ژر د ابراهیم تړونونو کې شامل شي. موږ، چې ایران له صحنې ویستلی، د ابراهیم په تړونونو کې ډېرې ګټې لرو.»
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې شهزاد محمد بن سلمان ته په سپینې ماڼۍ کې د ښه راغلاست مراسمو ترڅنګ ماښامنۍ هم وي او دا په تېرو اوو کلونو کې واشنګټن ډي سي ته د هغه لومړی سفر دی.
هغه تېرځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې واشنګټن ته راغلی و، تر دې سفر څو میاشتې مخکې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د دغه هېواد منتقد خبریال جمال قاشاقچي ووژل شو.
د متحدو ایالتونو استخباراتي ارزونې ښيي چې محمد بن سلمان د قاشاقچي په قتل کې دخېل و، خو هغه دا تورونه رد کړي دي.
ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپلې لومړۍ دورې کې هم لومړی سفر سعودي عربستان ته وکړ او بیا چې په دویم ځل ولسمشر شو، هم خپل لومړی بهرنی سفر یې دغه هېواد ته وکړ.
فورم \ دبحث خونه