د لاس رسي وړ اتصالات

نکي هیلي: ټرمپ د ملګرو ملتونو په وینا کې دښمنان ټکوي


د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیر نکي هیلي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نکي هیلي وایي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پخپلې لومړنۍ وینا کې دښمنان وټکوي او دوستان به وستایي.

میرمن هیلي همدارنګه وویل چې جمهور رئیس به پخپلې وینا کې په شمالی کوریا او ایران چې دواړه یې د واشنګټن رقیبان دي، فشار وساتي.

میرمن هیلي او د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار اچ آر مک ماسټر چې په ملګرو متلونو کې د جمهور رئیس ټرمپ د وینا په هکله یې په خبري کنفرانس کې خبرې کولې ، یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ چې د شمالی کوریا لخوا د اتومي وسلو د تهدید په مقابل کې نظامي لار خلاصه ده.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ وینا کوي خو تر هغې وړاندې د اروپایي، آسیایي، منځني ختیځ او لاتینې امریکا د مشرانو سره په جلا ډول غونډې کوي.

XS
SM
MD
LG