د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ناټو د اندېښمنو مشرانو سره او بیا د پوتین سره گوري


ولسمشر ترمپ وایي امریکا بايد د ناټو ټول مصارف په يوازې سر پرې نه‌کړي.
ولسمشر ترمپ وایي امریکا بايد د ناټو ټول مصارف په يوازې سر پرې نه‌کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ١٠) د ناتو د غړو هیوادونو په غونډه کې د گډون په موخه بروکسیل ته ځي. د ناټو دا دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې (د جولای په ١١) پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اروپا ته په سفر، څلورو هېوادونو، بريتانيا، سکاټلنډ، بلجيم او فنلند ته لاړ شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ترمپ به اروپا ته په سفر کې له خپلو سیالانو سره د سوداګرۍ پر سر د لانجو او پوځي مصارفو په اړه خبرې وکړي.

د ناتو د غړي هیوادونو مشران به روانه اونۍ د دې سازمان د پوځي اتحاد د اعتبار په وړاندې د یو ستر گواښ سره مخامخ وي؛ ناتو ته دا گواښ د دښمنې، روسیې څخه نه بلکې د خپل د تر ټولو پیاوړي غړي هیواد د مشر؛ د امریکا د ولسمشر ډونالد ترمپ نه ورپیښ دی.

ولسمشر ترمپ تیره اونۍ د امریکا په مونتانا کې په یوې غونډې کې خبرداری ورکړ چې ناټو هېوادونو خپله برخه مصرف نه‌ دی پرې کړی او لویه برخه مصرف د امریکا پر اوږو بار دی.

ولسمشر ترمپ همدارنگه د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل په اړه هم شکایت وکړ او ويې ويل چې امریکا د جرمني د دفاع لپاره ډېر مصرف کړی.

ولسمشر ترمپ زیاته کړه "ما انګلا ته وويل، زه دا نه شم تضمينولای، خو موږ تاسې خوندي ساتلي ياست او تاسې په دې پوهېږئ، خو زه نه يم خبر چې موږ ستاسې د خوندي ساتلو په بدل کې څومره خونديتوب تر لاسه کوو."

کارپوهان وايي چې ټرمپ به یو ځل بيا د امریکا پر غري متحدانو مخامخ انتقاد وکړي چې دوی د دفاع په برخه کې کافي مصرف نه کوي.

د ناټو له غونډې وروسته ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ بريتانيې ته ولاړ شي. ويل کېږي چې په بريتانيا کې ښايي د ده تر ورتګ مخکې پراخ لاريونونه وشي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې چې ولسمشر ترمپ د جولای په شپاړلسمه نیټه د فنلنډ په هلسینکي کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وگوري.

اروپا، وروسته له هغه د مسکو د تهاجمي دریځ له امله اندیښمنه شوې چې روسیې کریمه د خپلې خاورې سره یوځای کړه.

خو سپینه ماڼۍ هڅه کوي چې خپل اروپایي متحدینو ته ډاډ ورکړي چې ولسمشر ترمپ د پوتین سره په لیدنه کې غواړي د واشنگتن په کلک دریځ ټینگار کوي.

کارپوهان وايي، اروپا ته د ټرمپ دا سفر هم ښايي کاناډا ته د اوو پیاوړي صنعتي هیوادونو د سرمشریزې (جي ٧) غونډې په څیر وي. ولسمشر ترمپ په هغه غونډه کې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون صفتونه کړي وو.

که ټرمپ د ناټو په غونډه کې يو ځل بیا د پوتين صفتونه وکړي او له خپلو متحدینو سره سوړ چلند وکړي، د دې ائتلاف د راتلونکې په اړه به ډیرې پوښتنې رابرسیره شي.

د ناټو پوځي ائتلاف د شوروي اتحاد له گواښونو څخه د اروپا د خونديتوب لپاره جوړ شوی و.

خو ټرمپ د امریکا له دغو پخوانيو متحدینو سره لږه لېوالتيا لري او تېر کال یې د ناټو مشرانو ته علني وويل چې هغوی د دفاع په برخه کې هغومره مصرف نه کوي، لکه څومره چې باید وکړي.

XS
SM
MD
LG