د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ددوشنبې په ورځ د سترې محکمې قاضی نوموي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ
ولسمشر ډانلډ ټرمپ

دغه نوی قاضی به که په سنا کې منظور کې شي د تقاعد کیدونکی قاضی انټوني کنیډې ځای ونیسي. که څه هم قاضی کنیډی په عمومی ډول محافظه کارو خو، ډیرو محافظه کارانو فکر کاوه چی په یوشمیر مهمو مسایلوکې ېې دوامدار محافظ کار دریځ نه درلود لکه څنگه چې باید واي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مونتانا کې د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې، د نوي قاضی د ټاکلو لپاره دخپلو پلویانو دتوقعاتود زیاتولوهڅه وکړله.

د متحدوایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: تاسې پوهېږئ چې په ستره محکمه کې یوکمبوت منځته راغلی دی. زه فکر کوم چې ددوشنبی په ورځ په نهو بجوبه په نوې ټاکنهزښت ډیرخوشاله شئ."

که څه هم د سترې محکمی قاضی انټوني کنیډې په عمومی ډول محافظه کار و، خوکله کله به د ډیرو مهمو جنجالي قضیو په برخه کې دهغه نظر او رایه ډیره مهمه گڼل کېدله. په دې کې دهمجنسانو د واده او د جنین د سقط کولو په څیر حقوق شامل وو.

ټرمپ او ستره محکمه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

دموکراتان لوړه کوي چی دداسی قاضی د ټاکل کیدلوسره مقاومت وکړي چې ستره محکمه د بشپړې محافظه کارۍ په لور بوزي.

دموکراته سناتوره ایمي کلوبو شار وايي: دا زښته ډیره مهمه ده چی یوداسی څوک وټاکل شی چی صداقت ولري، د پخوانیو مثالونو اوقانون د حاکمیتپر بنسټ فیصلی وکړي، نه دخپلو نظریاتو پربنسټ.

یوتحلیل کوونکی وايی دقاضی کنیدی په تقاعد سره په ستره محکمه کې یوه خلا منځته راغلی ده.

د جورج واشنگټن پوهنتون جانتن ټورلي وویل:هغه په داسی حالت کې محکمه ترک کوي چی د چپ او ښي اړخ په نظر لرونکیو ویشل شوېده او هېڅکوک پکې منځکوره دریځ نلري.

محافظه کاران اوس ددې فرصت ویني چی په ستره محکمه کې دراتلونکیو کلونو لپاره خپل دریځ ټینگ کړي.

ددوه گوندي پالیسیو د مرکز جان فورټیر وايي:ډیری محافظه کاران اوس فکر کوي چی د ډانلډ ټرمپ نوماند به په پنځو رایو کې د محافظه کارو په طرفدارۍ تداوم اوثبات راولي.

یوقانوني تحلیل گر وايی د قاضی کنیډې د اهمیت او اوسنيو گوندي اختلافاتو په نظر کی نیولو سر ه به

د یوسخت دریځي محافظه کار قاضی نوماندي په سنا کې ستر سیاسی جنجال راوپاروي.

د جورج واشنگټن پوهنتون پال شېف برمن وايي: زه فکرکوم موږ به تردې مخکې د تقرر داسې بهیر نه وي لیدلی لکه څنگه به چې دا اوسنی وي.

دولسمشر ټرمپ نوماند قاضی باید په سنا کې منظور شي. په دا اوس وخت کې جمهوري غوښتونکي په سناکې٥١ او دموکراتان ۴٩ راېې لري.

XS
SM
MD
LG