د لاس رسي وړ اتصالات

د مسلمانانو ضد ویډیوګانې؛ پر میرمن مې د ټرمپ لفظي برید


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځینو مسلمان ضد ویډیوګانو د بیا ټوئیټ کولو په اړه د برېټانیا د صدراعظمې تریزا مي د غبرګون په ځواب کې له میرمن مي څخه غوښتي دي چې دده پر ځاي په برېټانیا کې د ترهګرۍ خطر ته پام وکړي.

بریټانوۍ صدراعظمې ویلي چې ټرمپ د ویډیوګانو په بیا خپرولو سره غلط کار کړی او پدې توګه یې له کرکې نه ډکې کېسې خپرې کړې دي.

د چهارشنبې په ورځ [نوامبر ۲۹] د ولسمشر ټرمپ په ټوئيټر حساب کې درې ویډیوګانې خپرې شوې. دغه ویډیوګانو په اصل کې په برېټانیا کې د یوې تُندلارې ډلې د مرستیالې لخوا خپرې شوې وي. په دوو ویډیوګانو کې تشدد او تاوتریخوالی ښکاري او په بلې ویډیو کې بیا یو مسلمان سړی لیدل کیږي چې بي بي مریمې ته منسوبه مجسمه ماتوي.

له نیوکو وروسته ټرمپ سملاسي د میرمن مي ځواب ورکړ او په یوه ټوئيت کې یې ولیکل چې: "پر ما تمرکز مه کوه، پر هغه ورانونکې رادیکاله اسلامي ترهګري تمرکز وکړه چې په برېټانیا کې ځای پیدا کوي."

دا یواځې میرمن مي نه ده چې پر ولسمشر ټرمپ یې نیوکه کړې، د برېټانیا په پارلمان کې د اوپوزیسیون غړو وکیلانو هم له حکومت څخه غوښتي دي چې په راتلونکي عیسوي کال کې لندن ته د ټرمپ سفر لغوه کړي. حکومت بیا ویلي چې د سفر پلان سم پرمخ روان دی.

په امریکا کې میشت یو شمیر امریکایان د ویډیوګانو د خپرېدو په خاطر له ولسمشر ټرمپ څخه ګیله مند دي.

د مسلمانانو د عامه اړیکو شورا د مذهبي آزادیو د پالیسۍ همکارې، ایهان کګري وایې چې ډ ترمپ عمل " د کرکې زتاتېدو ته اعتبار ورکوي".

دا چې د ولسمشر ټرمپ لخوا خپرې شوې ویډیوګانو حقیقي دي کنه، دقیق معلومات نشته، خو لږترلږه ویل شوي چې یوه ویډیو جعلې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي سندرز د ولسمشر څخه ټرمپ دفاع وکړه ویې ویل چې د ترهګرۍ خطر حقیقي دی.

په ورته وخت کې د امریکا په کانګرس کې قانون جوړونکو هم د ولسمشر ټرمپ لخوا د ویډیوګانو خپرول یو ناسم کار بللی دی.

XS
SM
MD
LG