د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، خپل ځانګړی استازی، سټیف ویتکاف، راتلونکې اونۍ مسکو ته لیږي چې د روسیې له ولسمشر، ولادمیر پوتین، سره وګوري.
دا په اوکراین کې د روسیې د پاروونکې جګړې د ختمولو لپاره د واشنګټن د تازه هڅو یوه برخه ده.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ (د نومبر۲۵) د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې وویل چې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحدو ایالتونو دسولې ۲۸ ماده لرونکی پلان "د دواړو خواوو د نظرونو په اضافه کولو سره، ښه جوړ شوی، او د اختلاف یوازې څو ټکي پاتې دي".
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې هغه په نږدې راتلونکي کې د ولسمشر پوتین او ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره لیدو ته سترګې په لار دی، "خو یوازې هغه وخت چې د دې جګړې د پای ته رسولو هوکړه نهایي شي، یا په ورستي پړاو کې وي".
د متحدو ایالتونو ولسمشر د ورځې په اوږدو کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا مذاکراتي ډله له دواړو خواوو سره په خبرو کې د پرمختګ په حال کې ده.
مسکو ته د ویتکاف له لېږلو سربېره، ټرمپ ویلي چې د متحدو ایالتونو د پوځ منشي، ډان ډریسکول، به له اوکرایني چارواکو سره وګوري.
د کرملین یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې له ویتکاف سره به خبرې اترې راتلونکې اونۍ ترسره شي.
ډان ډریسکول د دې اونۍ په پیل کې په ابوظبي کې له روسي چارواکو سره لیدلي وو.
د ګډې اعلامیې له مخې، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحدو ایالتونو لخوا جوړه شوې طرحه د یکشنبې په ورځ په ژینو کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د خبرو پرمهال "تازه او اصلاح شوې".
د ولسمشر زیلینسکي لوړپوړي سلاکار، روستم عمروف، د سهشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې " په ژینو کې زموږ پلاوی د موافقې د اصلي شرایطو په اړه یوه ګډ تفاهم ته ورسېدل."
فورم \ دبحث خونه