د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په دوه ورځني سفر هند ته ورسېد


د امریکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د فبروري په ۲۴مه (کب پنځمه) په یو دوه ورځني سفر هند ته ورسېد او د احمد آباد له ښار څخه یې لیدنه وکړه.

هند ته د ښاغلي ټرامپ د سفر پر مهال د هغه د هرکلي لپاره ځانګړي مراسم او کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ټاکل شوې چې په دې سفر کې امریکا او هند د سوداګرۍ تړون هم لاسلیک کړي.

ښاغلي ټرمپ هند ته له خپل سفر مخکې خبریالانو ته وویل، چې له "لوی سوداګریز تړون" پرته به بېرته هېواد ته ستون نشي.

د امریکا جمهور رئیس تېره اونۍ خبریالانو ته وویل، چې په لویو معاملو کې د سپما هڅه کوي: "زه نه پوهېږم چې دا کار به له انتخاباتو مخکې ترسره شي، خو موږ به له هند سره لویه معامله وکړو".

Donald Trump in India
Donald Trump in India

د واشنګټن او ډهلي ترمنځ د مذاکراتو له بهیر څخه باخبره سرچینې وایي چې دواړو خواو په لسګونو برخو کې توافق کړی دی، خو لا هم د طبي دستګاو په ګډون پر څو نورو مسلو بحثونو ته اړتیا ده.

د امریکا یو جیګپوړي دولتي چارواکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا چې د سوداګرۍ په تړاو به کوم بیان خپور شي او که نه، په بشپړ ډول هغه څه پورې، چې هند یې د ترسره کولو لپاره چمتوالی لري، تړلې ده".

همداشان د جنوبي آسیا دغه هېواد ته د ښاغلي ټرمپ د لومړني سفر پر مهال، ښايي دواړه لوري په پوځي برخه کې د څو میلیارد ډالرو په ارښت تړون وکړي.

XS
SM
MD
LG