د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کرکې او ډله ایزې وژنې پیښو عاملینو ته د مرگ سزا وغوښته


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او مرستیال یې
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او مرستیال یې

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل هېواد د عدلیې وزارت نه غوښتي داسې یو قانون جوړ کړي چې له مخې یې د کرکې ډک جرمونو او ډله ایزو وژنو کې ککړ کسان له کوم اړین ځنډ پرته اعدام شي.

ښاغلي ټرمپ دا خبره په تکزاس او اوهایو ایالتونو کې د وسله والو بریدونو وروسته چې ٢٩ تنه په کې ووژل شول، وکړه.

دونالد ټرمپ وویل: "زمونږ ولس باید د سپین پوستو نژاد پالنه، تعصب او توكميزتفوق وغندي".

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په تکزاس او اوهایو ایالت کې د دوو ځانگړو وسله والو بریدونو په غبرگون کې وویل چې کرکه په امریکا کې ځای نلري.

د امریکا د تکزاس او اوهایو ایالتونو په دوو مرگونو پیښو کې لږ تر لږه ٢٩ تنه ووژل شول او ۴٢ تنه ټپیان شول. یو بریدگر د پیښې پر وخت ووژل شو او د بلې پیښې بریدگر پولیسو ونیو.

توقیف شوی کس نن د ایالتي څارنوالانو له خوا "په داخل کې په ترهگریزو ډزو کې په قتل" محکوم شو.

د تکزاس څارنوال ویلي دي چې مجرم ته یې د مرگ سزا غوښتې ده.

ښاغلي ټرمپ د تکزاس ایالت ډزې "وحشتناکې" وگڼلې او امر یې وکړ چې ددغو دوو بریدونو قربانیانو ته په درناوي بیرغونه نیمه ځوړند شي.

XS
SM
MD
LG