د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي تهران له واشنګټن سره په کلکه د یوې هوکړې غوښتونکی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [سپټمبر په ۱۳مه] په ایرلینډ کې خبریالانو ته وویل: "[ایراني چارواکي] په پرله پسې توګه زنګ وهي. غواړي چې یوه هوکړه وکړي. باید ښه هوکړه وکړي. زه به داسې هوکړه ونکړم چې ښه نه وي."
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ښايي له ایران سره جګړه د دې کال له پای ته رسېدو مخکې او احتمالاً د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته چې په نومبر کې ترسره کېږي، ختمه شي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته به په متحدو ایالتونو کې د تېلو بیه راټیټه شي.
په همدې حال کې ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د ایراني چارواکو او د خلیج هیوادونو ترمنځ یوه غونډه په عمان کې ترسره شي. ایراني چارواکو ویلي چې په دې غونډه کې به د هرمز په تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د راتلونکي مدیریت په اړه د ایران او عمان ترمنځ شوی تړون د خلیج هیوادونو ته وړاندې شي.
ډونالډ ټرمپ د خلیجي او ایراني چارواکو ترمنځ د لیدنې په اړه وویل: " ماته مهمه نه ده. دا د هغوی (د خلیج هېوادونو) په پورې اړه لري او کومه ستونزه نشته. که هغوی خوشحاله دي، نو ښه خبره ده."
عمان په علني ډول د غونډې په اړه څه نه دي او خلیج کې نورو هېوادونو هم پدې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
عراق ویلي چې غونډې ته به یوه پلاوي ولېږي خو بحرین بیا په ډاګه کړې چې له ایرانیانو سره د لیدنې کوم پلان نه لري.
فورم \ دبحث خونه