د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ایران ته: که امریکايي اتباع خوشې نه شي له جدي عواقبو سره به مخ شئ


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړ چې هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې په ایران کې نیول شوي دي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، چې که دا امریکایان خوشې نه شي پر ایران به "د نویو او جدي عواقبو سره مخامخ شي".

د سپینې ماڼۍ یوه اعلامیه وایي جمهور رئیس ټرمپ تیار دی چې د ایران پر وړاندې نوي اقدامات وکړي که چېرې ټول امریکیان راخوشې او بیرته هیواد ته راستانه نه شي.

په اعلامیه کې د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې پخوانی مامور رابرت لیونسن چې تقریباً لس کاله مخکې په ایران کې لادرکه شوی، ایراني الاصله امریکايي سوداگر سیامک نمازي او د هغه پلار باقر او نور هغه امریکائیان چې په غیر عادلانه ډول په ایران کې نیول شوي، باید خوشې شي.

تهران د رابرت لیونسن د بې درکه کیدو سره هر ډول اړیکه درلودل رد کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه هېڅ معلومات نه لري.

د ایران حکومت تېره اونۍ د امریکا د پرنسټن پوهنتون څېړونکی شي وې وانګ چې د تاریخي څېړنې لپاره ایران ته تللی و، د جاسوسۍ په تور محاکمه او په ١٠ کاله بند محکوم کړ.

سپينې ماڼې ویلي چې تقریباً له څلورو لسیزو راهیسې، ایران د دولتي پالیسۍ د یوې برخې په توګه له توقیفونو او برمته کولو نه کار اخلي.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وایي ایرانی لوری په توقیف کې د هر امریکايي وګړي د سلامتۍ مسئول دی.

XS
SM
MD
LG