د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې امریکا هغه پراخو پوځي عملیاتو ته چې د شنبې په ورځ یې پیل کړل، د ایران د ترهګر رژیم د جدي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره دوام ورکوي، او کولی شي دا عملیات د هغو څلورو یا پنځو اوونیو نه لا نور هم وغځیږي چې مخکې یې اټکل شوی و.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د افتخاري مډال د ورکړې په مراسمو کې وویل، د امریکا پوځ "په ایران کې پراخو جګړهییزو عملیاتو ته دوام ورکوي، تر څو هغه جدي ګواښونه له منځه یوسي چې دا ناوړه ترهګر رژیم یې امریکا ته متوجه کوي."
هغه وویل، دا بریدونه چې د امریکا او د هغې د متحد اسرائیل له خوا په ګډه ترسره کېږي، "زموږ دپاره وروستی او غوره فرصت دی څو هغه ګواښونه چې نور د زغم وړ ندي له منځه یوسو، هغه ګواښونه چې دا ناروغ او بد نیتی رژیم یې رامنځته کوي."
ټرمپ وویل چې دا عملیات څلور موخې لري: د ایران د رژیم د توغندیو د وړتیاوو له منځه وړل، د هغوی د سمندري ځواک نابودول، او ددې تضمین چې د نړۍ تر ټولو لوی د ترهګرۍ ملاتړی دولت هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، او ددې مسلې یقیني کول چې رژیم ونه شي کولی نور له خپلو پولو بهر ترهګرو ډلو ته وسلې، مالي ملاتړ او لارښوونې برابرې کړي.
ولسمشر ټرمپ د ایران د رژیم د سمندري ځواک په اړه وویل چې امریکا لا دمخه ۱۰ بېړۍ په نښه کړي او ډوبې کړې دي چې اوس "د سمندر په تل کې پرتې دي."
د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینټکام د دوشنبې په ورځ وویل چې له دغو بېړیو څخه یوه د ایران د بېپیلوټه الوتکو انتقالونکې بېړۍ "شهید باقري" وه، چې امریکایي ځواکونو د "حماسي غضب عملیاتو" د پیل څخه څو ساعته وروسته پرې برید وکړ.
ټرمپ وویل، د هغه ادارې اټکل کړی و چې دا عملیات به په څلورو یا پنځو اوونیو کې بشپړ شي او اوس د لاسته راوړنو په ترلاسه کولو له مهالوېش مخکې دي. هغه د بېلګې په توګه د [ایران] رژیم د پوځي مشرتابه ختمول یاد کړل، چې د هغه په وینا د اصلي اټکل شویو څلورو اوونیو پر ځای "شاوخوا په یو ساعت کې" ترسره شو.
هغه وویل: "هر څومره وخت چې وي، سمه ده. هر څه چې اړتیا وي. له پیل څخه موږ څلور تر پنځو اوونیو اټکل کړی و، خو موږ دا وړتیا لرو چې تر دې ډېر وخته پورې دوام ورکړو. موږ به دا کار وکړو."
مخکې له دې، د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ویلي و چې د امریکا په مشرۍ د ایران د رژیم پر ضد پوځي عملیات په پوره تمرکز پر څو اصلي هدفونو ولاړ دي: د ایران بریدګر توغندي او د توغندیو د تولید د ځایونو له منځه وړل، د [ایران] د رژیم د سمندري ځواک او د نور امنیتي بنسټونو ویجاړول.
فورم \ دبحث خونه