د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ اضافه وزن دی خو ولې ورزش نکوي؟


د سپینې ماڼۍ ډاکټرانو ولسمشر ټرمپ‌ ته ویلي چې خپل وزن یو څه کم کړي.

د امریکا ۷۱ کلن ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي څومره چې خلک فکر کوي‌ تر هغه ډېر ورزش کوي. ولسمشر ټرمپ د سپنې ماڼۍ په جیم (کلب) کې ورزش نکوي،‌ خو د ګلف لوبه کوي او وايي چې وخت ناوخت د سپنۍ ماڼۍ په شاوخوا کې قدم وهي.

ټرمپ د ګلف د لوبو پر مهال هم په ګاډۍ/بګۍ کې ګرځي را ګرځي،‌ خو وايي چې له دغه ورزش نه خوند اخلي.

د سپینې ماڼۍ ډاکټر روني جکسن وايي په عمومي ډول د ټرمپ روغتیا ښه ده، خو هغه باید خپل وزن او خواږه کم کړي او صحي خوراک زیات کړي. ټرمپ د خپل ډاکټر له مشورو سره موافق دی او وايي هوډ یې کړی چې خپل غذايي رژیم بدل کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیرکال راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ هره ورځ تر ۱۲ بیله/قوطۍ بورې کوکاکولاوې څښي.

مخکني ولسمشر بارک اوباما او پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بش به د سپینې ماڼۍ په ورزش خونه کې ورزش کاوه، خو ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ له ورزشي امکاناتو ګټه نه اخلي.

ښاغلي ټرمپ د رویټرز خبري اژانس ته وویل ”ډېر خلک په جیم کې څو ساعتونه ورزش کوي او ډېر خلک چې ۵۵ کلن شي نو مصنوعي زنګون ږدي او نور تکلیفونه پیدا کوي، خو زه هېڅ داسې کوم تکلیف نلرم”.

د ټرمپ وزن زیات بلل کیږي‌ او که همداسې روان وي شاید د چاغو خلکو، هغه خلک چې له اندازې زیات چاغ وي، په ډله کې راشي، چې دا یو ډول ناورغي او رنځ بلل کیږي.

اوس د ټرمپ قد ۱.۹مېتره دی او ۱۰۸ کیلوګرام وزن لري. ښاغلي ټرمپ دا خبره هم وکړه چې د منډې پر ماشین یې ځغاستې د سپینې ماڼۍ ډاکټران حیران کړل. وايي دومره ډېره منډه یې ووهله چې بلاخره ډاکټرانو ورته وویل بس یې کړه!

ښاغلي ټرمپ له رویټرز سره د خپلې مرکې په پای کې د سپینې ماڼۍ اشپزان وستایل چې ښه او فوق العاده خواړه پخوي،‌ خو زیاته یې کړه هڅه به وکړي چې خپله برخه کمه وخوري او هغه خواړه هم کم کړي چې انسان چاغوي.

XS
SM
MD
LG