د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ عمران خان ته: 'افغانستان زما تر ټولو مهم سیمه ییز لومړیتوب دی'


د امریکا جمهور رئیس په یو لیک کې د پاکستان د صدراعظم څخه غوښتي چې د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو او د سولې مذاکراتو ته د طالبانو په راوستلو کې همکاري وکړي.

ښاغلي خان پدې ټینگار سره چې پاکستان ته په افغانستان کې سوله او ثبات "ډیر گټه" لري وویل "د شکر ځای دی چې ټوله نړۍ له پاکستان غواړي چې هغوی (افغانان) سره یوځای کړي... زمونږ رول باید همداسې وي او دا کار کولای شو."

د ښاغلي ټرمپ د امنیت د شورا یو ویاند وویل "په دغه لیک کې ښاغلي ټرمپ تصدیق کړې ده چې پاکستان په خپله خاوره کې د سخت دریځو د ځالو د له منځه وړلو توان لري. دغه لیک همداشان دا څرگنده کړې چې د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان د مشارکت د دوام لپاره د افغانستان د سولې سره د پاکستان همکاري اساسي ده".

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چې دغه لیک یې د دوشنبې په سهار (دسمبر ٣) ترلاسه کړی دی. ښاغلي خان د خبریالانو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې "د ټولو ممکنو هڅو" څخه به د افغانستان د سولې پروسې سره د مرستې لپاره کار واخلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ښاغلي ټرمپ په دغه لیک کې د افغانستان جگړې ته د یو سیاسي حل لارې موندل خپل مهم سیمه ییز لومړیتوب گڼلی دی او له پاکستان څخه یې پدې برخه کې همکاري غوښتې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل، ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ پدې لیک کې تائید کړې چې د افغانستان جگړه د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان تاوان اړوي.

ښاغلي فیصل ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس همداشان ټینگار کړی دی چې واشنگټن او اسلام آباد "د مشارکت د نوي کولو لپاره د فرصتونو" د موندلو هڅه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو ددې تصمیم هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینگښت گډ مسؤلیت دی.

XS
SM
MD
LG