د لاس رسي وړ اتصالات

ماتیس: که افغانستان څخه ځواکونه ووځي، ترهگرې ډلې به فعاله شي


ښاغلی ماتیس د رونالډ ریگن په دفاعي انستیتوت کې د خبرو پر مهال
ښاغلی ماتیس د رونالډ ریگن په دفاعي انستیتوت کې د خبرو پر مهال

د امریکا متحده ایالات وایي په افغانستان کې د جگړې د پای ته رسولو هڅه کوي، خو په دې کې په بیړه د افغانستان څخه د ځواکونو ایستل نه دي شامل.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس د شنبې په ورځ (دسمبر ١) د رونالډ ریگن په دفاعي انستیتوت کې په نړیوال امنیت د خبرو په وخت وویل که په اوس وخت کې افغانستان پریږدي نو په سیمه کې به ترهګریزې ډلې بیرته فعالې شي او دا به د راتلونکو څو کلنو پورې یو خطر وي.

ښاغلی ماتیس وايي: " که موږ افغانستان پریږدو، د نړۍ ۲۰ ترهګرې ډلې په سیمه کې فعالې دي، پوهیږۍ چې څه کیږي؟ زموږ استخباراتو مشخصه کړې چې پر موږ به برید وشي".

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې ۴۰ کاله کیږي چې جګړه ده او اوس باید پای ته ورسیږي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن خبرو ته په اشارې وویل چې امریکا پخوا هم ‏طالبانو سره د سولې وړاندیز پدې شرط کړی و چې هغوی له القاعده سره اړیکې پریږي، د افغانانو له وژلو څخه لاس واخلي، او د افغانستان اساسي قانون ومني.

جیم ماتیس په افغانستان کې د سرتیرو د زیاتیدو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د تیر کال له پریکړې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې له تیرو اولسو کلنو وروسته ملګري ملتونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې د راتلو هیلې پیدا شوې دي.

ماتیس زیاتوي چې دوی له سیاسي پلوه د افغانستان د ستونزې د حل په لټه کې دي چې جګړه پای ته ورسیږي او سوله ټینګه شي. خو ښاغلي ماتیس د سولې په برخه کې د طالبانو پر ژمنتیا نیوکه وکړه او وویل چې دا کار یوازې امریکا پورې اړه نه لري، بلکې دا مسله د سیمې هیوادونو او ملګرو ملتونو مرستې ته اړتیا لري.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: "طالبانو واضح کړې ده چې د افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري، دوی د ټاکنو له لارې نشي بریالي کیدای، نو له همدې کبله ترهګرۍ ته یې مخه کړې ده".

ښاغلي ماتیس پداسې حال کې دغه څرگندونې کوي چې تیره اونۍ ولسمشر ټرمپ ویلي، د روان کړکیچ پای ته رسیدو ته خوشبین دی، خو اوس ډیر ژر ده چې ووايي څه به کیږي.

XS
SM
MD
LG