د لاس رسي وړ اتصالات

ټراس ښايي د روسیې او چین پر وړاندې سخت دریځ ونیسي -کتونکي


لیز ټراس چې پرون سه شنبې ۶ سپتمبر (وږي ۱۵) یې د بریتانیې د صدراعظمې په توګه د بوریس جانسن ځای ونیو، په خارجي سیاست کې مخکښه ښکاري، او د روسیې او چین پر ضد کلک دریځونه نیسي.

کتونکي وايي، ښايي هغه لمړی خپلو کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

په بریتانیا کې ډير کم داسی پېښيږي چې تشریفاتي مراسم دې نه وي. اوس چې پکې واک بدلېده، ګوښه کیدونکي صدراعظم بوریس جانسن ځکه په سکاټلنډ کې ملکې الزبیت دویمې سره د سه شنبې په ورځ ولیدل او خپله استعفی يي ورکړه، چې دا ۹۶کلنه ملکه د صحي ستونزو له امله نشي کولی لندن ته سفر وکړي.

څو ساعته وروسته، لیز ټراس هم همدا رسم پر ځای کړ او د ملکې لخوا ورته وویل شول چې نوی حکومت تشکیل کړي.

میرمن ټراس د بریتانیې پنځلسمه صدراعظمه ده چې د ملکي لخوا ګمارل کیږي.

ټرس وویل: "مونږ اوس وخت د سخت نړیوال شاته تګ سره مخ یو چې په اوکراین د روسیې د جګړې له امله پېښ شوی، او بل د کرونا ناروغۍ اغیزې دي. خو د متحدینو پر مټ به مونږ وکړی شو چې په ټوله نړۍ کې د ازادۍ او ولسواکۍ لپاره ودریږو".

خو هره سیاسي خوشحالي معمولا لنډمهالې وي.

د چتم هاوس څیړنیز مرکز غړی جان کیمفنر وايي، د صدراعظمې ۹۰ سلنه وخت ښايي پدې ولګیږي چې کورنیو مسایلو ته ورسیږي، لکه اقتصادي بحران، مظاهرې، صحي خدماتو کې جنجالونه، د بریښنا لوړ تادیات او تر ډيره د یوې لویې ټولنیزې ناخوالې احتمال.

سره له دې چې هغې ژمنه کړې چې مالیات به کم کړي، خو داسی راپورونه ورکړل شوي چې میرمن ټرس به تر ۱۵۰ میلیارده ډالره یوازی د انرژۍ په کنګل شویو تادیاتو ولګوي. ترڅنګ يي ژمنه کړې چې دفاعي لګښت به د کورنیو ناخالص عوایدو تر ۳ سلنې زیات کړي، چې تخمینا ۱۸۰ میلیارده ډالره کیږي. په عین وخت کې، هغې ژمنه کړې چې اوکراین ته به پوځي او بشري مرستو ورکولو ته دوام ورکوي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي د مېرمن ټراس په اړه وویل: "په اوکراین کې مونږ هغه ښه پيژنو. هغه تل د اروپا په سیاست کې منطقي دریځ نیولی دی. فکر کوم مونږ به په ګډه دا توان ولرو چې د خپلو ملتونو د خوندي لپاره زیات کار وکړو او د روسیې مخربانه هڅې ناکامه کړو".

د یوې وزیرې په حیث، میرمن ټراس د چین په وړاندې ډير کلک دریځ نیولی و.

د شاهي متحده خدماتو د مرکز غړی نیېا ملوین وویل چي هغي داسی وړاندوینه کړې چې چین به د هغې په حکومت کې بریتانیې ته د یو ګواښ په توګه وګڼل شي.

میرمن ټراس بله ژمنه هم کړې چې له اروپايي اتحاد څخه د بریتانیې د ایستلو (بریکزیټ) د تړون هغه مهم قرارداد به هم فسخه کړي چې بوریس جانس د اروپايي اتحادیې سره د شمالي آیرلنډ په تړاو کړیدی.

د چتم هاوس څېړونکي جان کیمفنر وویل: "تر ټولو بد حالت د یو سخت تجارتي جنجال پېښيدل دي. تصور يي وکړئ چې دا به د بریتانیې او د ۲۷ اروپایي هیوادونو تر منځ وي. په هر مورد يي چې وګورئ دا به یوه تباهي وي. پدې کار سره به هغه بحران نور هم زیات شي چې د بریتانیې اقتصاد يي دمخه خراب کړی".

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن میرمن ټراس ته په ټویتر مبارکي ورکړې او ویلي يي دي د بریتانیې سره د ځانګړو اړیکو د لاټینګیدو په هیله دی

جان کیمفنر وايي، امریکایان، او په خاص ډول د بایډن حکومت، پدې خبره سخت اندېښمن دي چې د بریتانیې او اروپايي اتحاد تر منځ انتخاب وکړي.

څیړونکي وایي ډير کم صدراعظمان د کار د پېل په ورځو کې د دومره ستونزو سره مخامخیږي لکه مېرمن ټراس چې ورسره مخ ده.

XS
SM
MD
LG