د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې سونامي لږ تر لږه ٢٢٢ کسان وژلي


د اندونیزیا په جاوا او سوماترا ټاپوگانو کې سونامي توفان شاوخوا ٢٢٢ کسان وژلي، په سلگونو نور یې ژوبل کړي دي او په سلگونو ودانیو ته یې تاوان اړولی دی.

اندونیزیایي چارواکي وایي چې ښایي د مرگ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

اندونیزیایي ساینس پوهانو او ددې هیواد رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل چې د "اناک کراکتاو" اورغورځونکي غره د فعالیت په نتیجه کې د سمندر د اوبو لاندې سطحه لړزیدلې او دغه پیښه شوې ده.

د اندونیزیا د ساحلي سیمو اوسیدونکو ویلي چې دوی د سومنامي د راتگ دمخه د زلزلې او یا د اوبو د سطحې د لوړیدو په هکله کوم خبرداری ندی ترلاسه کړی او ناڅاپه د سمندر د اوبو د دوه یا درې متره لوړو څپو سره مخامخ شوي دي.

د اندونیزیا د بېړنیو پیښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند ویلي دي چې په دې طبیعي پیښه کې شاوخوا ٢٢٢ تنه وژل شوي، ٨۴٣ ژوبل شوي او ٢٨ تنه بې درکه دي.

د اندونیزیا د جیوفیزیک ادارې ویلي دي چې د جاوا او سوماترا ټاپوگانو تر منځ پروت د "اناک کراکتاو" اورغورځونکي غره د سونامي د رامنځ ته کیدو څخه شاوخوا ٢۴ دقیقې دمخه په اورغورځولو پیل کړی و.

XS
SM
MD
LG