د لاس رسي وړ اتصالات

د اوربند له ردولو وروسته پاکستاني طالبانو یو پولیس وواژه 


د پاکستاني طالبانو تحریک دوه ورځې وروسته له هغې چې ددې هیواد د حکومت سره یې د ۳۰ ورځني اوربند غزول رد کړل، د خیبر پښتونخوا په ایالت کې یې د پولیسو یو منسوب وواژه او یو بل یې ټپي کړ.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني نن د ډسمبر په ۱۱ (لیندۍ ۲۰) ددغه برید د کولو ادعا وکړله.

د دواړو خواو ترمنځ د موافقې په اساس ټاکل شوی وه چې ۳۰ ورځنی اوربند د افغان طالبانو په منځګړتوب راتلونکو مذاکراتو ته زمینه برابره کړي او دواړو خواو موافقه کړې وه چې په مستقیمو مذاکراتو کې د پرمختګ په اساس به اوربند هم وغزوي.

خو ددې ډلې ویاند په یوې اعلامیې کې وویل چې د پاکستان حکومت خپل مذاکره کوونکی پلاوی د خبرو لپاره ونه لیږه او نه یې هم ددې ډلې د ۱۰۲ بندیانو د خوشې کولو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړ.

هغه وویل چې د پاکستان د دولت امنیتي تاسیساتو د اوربند سره سره ددې ډلې د غړو پر وړاندې عملیات کړي دي.

پاکستاني مقاماتو نن د شنبې په ورځ وویل چې دغو دوو پولیسو چې برید پرې شوی د پولیو واکسیناتورانو امنیت نیوه.

په پاکستان کې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین ویاند ایمل خان، وویل چې برید ددې کمپاین په دوهمه ورځ وشو چې د دې ایالت د ۶.۵ میلیون ماشومانو د واکسین کولو په هدف پیل شوی دی.

پاکستاني سخت دریځه تل د پولیو واکسین ټیمونه او هغه پولیس چې د هغوی امنیت نیسي په نښه کوي، او ادعا کوي چې د واکسیناسیون کمپاینونه د ماشومانو د عقیم کولو لپاره د لویدیځ دسیسه ده.

د اسلامي هیوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې ماشومانو ته د پولیو واکسین کیږي، خو پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیواده دي چې دغه ویروس لاهم د ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG