د لاس رسي وړ اتصالات

په تونس کې د انتخاباتو د نتیجو پر ضد خلکو مظاهرې کړیدي


په تونس کې د انتخاباتو د نتیجو پر ضد خلکو مظاهرې کړیدي
په تونس کې د انتخاباتو د نتیجو پر ضد خلکو مظاهرې کړیدي

د تونس خلک په هغه ښارګوټي کي چي د عربو د پسرلي په نامه پاڅون په کي پیل سو یوځل بیا په مظاهرو راوتلي دي. په هغوي باندی تیره شپه په ګرځیدو را ګرځیدو باندي بندیز لګیدلی و.

چارواکو د ( سییدي بوزید ) په ښارګوټي کي د شپی له خوا دا بندیز وروسته له هغه په دغو مظاهره چیانو باندي ولګاوه چي پرون په دوهمه ورځ هم هغوي لارو کوڅو ته راوتلي وو او په ملک کي یې د لومړنیو آزادو انتخاباتو د نتیجو په هکله خپل قهر او خپگان څرگند کړ.

دا مظاهرې او احتجاجونه وروسته له هغه پیل سول چي چارواکو د پارلمان هغه چوکۍ باطلي کړې چي د ګټونکي ګوند یوه سیال ګوند چي ( پاپولر لیست )

نومیږي، گټلي وې او ددې کار علت یې په انتخاباتو کي تیری او ټګي برګي وبلله.

پرون په زرګونو خلک د ( سییدي بوزید ) په ښارګوټي کي لارو کوڅو ته راووتل او مظاهرې یې وکړې. چارواکو وویل چي څو ودانیو ته تاوان رسیدلی دی چي په هغو کي د النهضه د اسلامي ګوند محلي دفتر هم شامل دی او دا هغه ګوند دی چي د تیري یکشنبې د ورځي په انتخاباتو کي یې زیاتي چوکۍ ګټلي دي

XS
SM
MD
LG