د لاس رسي وړ اتصالات

اردوګان: په لیبیا کې د ترُکي ځواکونو ماموریت جګړه کول ندي


د ترکیې پارلمان د جنوري په دویمې نټې لیبیا ته د عسکرو لیږل منظور کړل.
د ترکیې پارلمان د جنوري په دویمې نټې لیبیا ته د عسکرو لیږل منظور کړل.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان اعلان کړی چې په لیبیا کې د ترکیې ځواکونو ماموریت به د ملي یووالي د حکومت ملاتړ وي. د لیبیا د ملي یووالي حکومت چې ملګرو ملتونو هم په رسمیت پیژندلی د خلیفه حفتر تر مشرۍ لاندې د لیبیا د ملي پوځ په نامه ملیشو کلابند کړی.

ترکیې د همدې تیرې یکشنبې په ورځ (جنوري ۵مه)اعلان وکړ چې لیبیا ته یې د عسکرو ورتګ پیل شوی.

جمهور رئیس رجب طیب اردوګان ویلي چې د ترکیې د پوځ یو ډګر جنرال به حالت څاري او د ځواکونو چارې به تنظیموي. اردوګان همدرانګه وویل چې پوځ یې لیبیا ته د جګړې لپاره نه بلکې په هغه هیواد کې د اوربند د یقیني کولو لپاره ځي.

په همدې حال کې د خلیفه حفتر تر مشرۍ لاندې د لیبیا د ملي پوځ په نامه ملیشو ویلي چې د سرت ستراتیژیک ښار یې نیولی. د دې جنرال تر مشرۍ لاندې ځواکونه د تیر کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا د پایتخت طرابلس د نیولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړي.

خو د سرت نیول به ورته مهم لاسته راوړنه وي ځکه چې دغه بندري ښار ستراتیژیک اهمیت لري. دغه ښار د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا چې د لیبیا د ملي یووالي حکومتي ځواکونو د امریکایي د هوایي بمباریو په همکارۍ د داعش نه ونیوه، د ملي یووالي د حکومت په لاس کې و. خو د لیبیا د ملي پوځ ملیشو اعلان کړی چې د دې ښار تر ټولو غټه نظامي اډه یې نیولي او د ښار د مرکز په لور یې حرکت کړی.

XS
SM
MD
LG