د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: بیت المقدس باید د فلسطین پلازمینه وي


د یو شمیر اسلامي هېوادونو مشرانو د ترکیې په انقرې ښار کې جرګه کړې او د امریکا لخوا د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل یې غندلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ په یوې وینا کې وویل چې د اسرائیلو د پلازمینې په توګه بیت المقدس په رسمیت پیژني. ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې واشنګټن به له تل ابیب څخه خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي.

د ولسمشر ټرمپ دغې فیصلې ټُندې نیوکې راپارولي دي.

د بیت المقدس په اړه غونډه د اسلامي هېوادونو د شورا په نوښت جوړه شوې ده. ددغې شورا مشري اوسمهال ترکیه کوي.

د ترکیې ولسمشر د غونډې په پیل کې وویل: "زه هغو هېوادونو ته چې نړیوالو قوانینو ته ارزښت ورکوي بلنه ورکوم چې اشغال شوی بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه وپيژني."

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول، د فلسطین ولسشمر محمود عباس، د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ۲۲ نورو هېوادونو ولسمشرانو پدې غونډې کې برخه اخېستې ده. مصر، سعودي عربستان او ۲۳ نورو هېوادونو خپل ټیټ پوړي پلاوي غونډې ته استولي دي.

د نورو هېوادونو د مشرانو په پرتله د فلسطین ولسمشر محمود عباس څرګندې نیوکې وکړې ویې ويل چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د په رسمیت پيژندلو فیصله "یو جرم" دی.

ښاغلي عباس وویل چې تردې وروسته به فلسطین د سولې په بهیر کې د امریکا ونډه قبوله نه کړې. عباس امریکا د اسرائیلو په طرفدارۍ تورنه کړه.

کوربه هېواد، ترکیه تمه لري چې غونډه د "استانبول د پریکړه لیک" ترعنوان لاندې د ولسمشر ټرمپ د اعلان د عملي کېدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG