د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې لسګونو زرو افغانانو ته د اقامت اسناد ورکړي


په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي شاید شاوخوا ۸۰زره افغانانو د ترکیې د اقامت اسناد اخیستي وي
په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي شاید شاوخوا ۸۰زره افغانانو د ترکیې د اقامت اسناد اخیستي وي

د ترکیې حکومت غواړي د نورو هېوادونو وګړو ته د تابعیت ورکولو نوي شرایط وړاندي کړي.

په ترکیه کې د منقول او غیر منقول جایداد او ملکیت اخیستل، د دریو کلونو لپاره داسې پانګونه کول چې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي او یا د ترکیې په کوم بانک کې د دریو کلونو لپاره د خپلې شتمنۍ ساتل د دغه هېواد د اقامې او تابعیت اخیستلو لپاره مهم شرطونه بلل کیږي.

د نورو هېوادونو تر څنګ دا مهال لسګونو زرو افغانانو هم په ترکیې کې کورونه او جایدادونه اخیستي، پانګونې یې کړي او په بانکونو کې یې پېسې ساتلي دي.

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت مستشاره سهیلا امان امریکا غږ اشنا ته وویل چې د داسې افغانانو دقیقه شمېره نشته، خو د اټکل له مخې شاید " د پنځوسو او اتیا زرو ترمنځ وي،" چې په بېلابېلو ښارونو کې ژوند او کاروبار کوي.

میرمن امان همدغه راز وویل چي څه باندې دوه څلویښت زره نورو افغانانو د ملګرو ملتونو له لارې په ترکیه کې د پناه غوښتنې کړي چې کارونه یې روان دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل وايي چې دوی ترکیې ته د تللیو افغانانو دقیقه شمېره نلري.

ولي ترکیه؟

افغانستان چې له کلونو کلونو راهېسې په جنګ کې دی، میلیونونه وګړي یې د ارامه ژوند او ښې راتلونکې په لټون کې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ترکیه چې د اسیا او اروپا ترمنځ پوله بلل کیږي افغانانو ته د ویزو او اقامه ورکولو شرطونه هم خورا اسانه کړي دي.

دا مهال پر افغانانو سربېره د ترکیې، عراق او نور هېوادونو لسګونه زره کډوال په ترکیه کې ژوند کوي
دا مهال پر افغانانو سربېره د ترکیې، عراق او نور هېوادونو لسګونه زره کډوال په ترکیه کې ژوند کوي

هارون هغه افغان دی چې له شاوخوا دریو کلونو راهېسې په استانبول کې ژوند کوي. دی په کابل کې له یوې نړیوالې ادارې سره کار کوي، خو وايي چې په ترکیه کې يې د شاوخوا ۱۰۰زره ډالرو په بیه د یوې ودانۍ په اخیستلو سره یې د دغه هېواد اقامه ترلاسه کړې ده.

ده امریکا غږ اشنا ته وویل "افغانان په دوو دلیلیونو دا کار کوي: یو په افغانستان کې خپله اینده خوندي نه ګڼي او دویمه نورو هېوادونو ته د تګ راتګ پر مهال ویزو ته ضرورت لري، چې د ترکيي د اقامې او تابعیت په اخیستلو سره دا ستونزه حل کیږي".

نوموړي وویل د دوی په ښارګوټي کې د ده په څېر لسګونه نورې افغانۍ کورنۍ هم خپل ارامه ژوند کوي.

افغان پانګه وال

هغه افغانان چې په افغانستان کې نسبتآ ښه ژوند، دندې او کاروبار لري خو فکر کوي چې خوندي نه دي، ترکیه د اوسېدو او ژوند لپاره غوره ځای ګڼي.

سره له دې چې د دا ډول افغانانو دقیق ارقام نشته خو د افغاستان د سوداګرۍ د خونو مرستیال خانجان الکوزی وايي چې شاید دا شمېره لسګونه زرو ته ورسیږي.

ښاغلي الکوزي امریکا غږ اشنا ته وویل "ډېر قوي او لوی پانګوال ترکیې ته نه دي تللي، بلکې ډېر هغه خلک تللي چې په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې یې قرارداردونه واخیستل، پېسې یې پیدا کړي او ژوند یې ښه شو، او اوس په افغانستان کې ځان خوندي نه ګڼي. ویلی شم چې شاوخوا ۱۰۰زره کسان به وي. ترکیې ته د دوی تګ به په کوچنیو سوداګریو تاثیر ولري ځکه چې له افغانستان څخه سرمایه وځي، خو لویې سوداګرۍ او پانګونې به اغیزمنې نشي".

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند هم امریکا غږ اشنا ته وویل "دقیق ارقام نلرو خو خبر شوي یو چې زرګونه افغانان تللي، هلت مېشت شوي دي او خپل کارونه یې هم پیل کړي دي".

په ترکیه کې مېشت افغانان وايي د دغه هېواد د قانوني اسنادو د اخیستلو شرایط اسانه شوي دي
په ترکیه کې مېشت افغانان وايي د دغه هېواد د قانوني اسنادو د اخیستلو شرایط اسانه شوي دي

داسې ویل کیږي چې شاید د ترکیې په نوي اقدام سره د نورو هېوادونو د وګړیو ترڅنګ دغه هېواد ته د افغانانو ورتګ نور هم چټک شي.

د ترکيې د باسیشیر د پوهنتون پروفیسور نصیب جاګیر د امریکا غږ ترکیې څانګي ته وویل " د تابعیت ورکولو امکانات به تقاضاوې نورې هم زیاتې کړي. خو داسې اندېښنې شته چې ډېر خلک به ترکیې ته خپلې ناقانونه پېسې انقال کړي".

ترکیه د اروپا دروازه بلل کیږي چې د ډېرو هېوادونو کډوال پر ترکیې له تېرېدو وروسته اروپا ته ځي. دا مهال د افغانانو تر څنګ د سوریې، عراق او لیبیا سلګونه زره کډوال په ترکیه کې ژوند کوي.

د اروپايي ټولنې له ترکیې سره یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې ترکیه اروپا ته د ورتلونکو کډوالو مخه نیسي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG